کابل کې په افغان سیکانو برید درې دیرش کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د چهارشنبې سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار لومړۍ حوزې اړوند شوربازار سیمه کې یو تن برید کونکي د افغان سیکانو پر عبادت ځای برید وکړ.
عیني شاهدان وايي، بریدګر لومړی د درمسال ساتونکی په ډزو وواژه او بیا یې پر عبادت کوونکو ډزې پیل کړې چې شپږ ساعته یې دوام درلود.
افغان ځواکونه په کم وخت کې وتوانیدل چې له یرغمل کسانو څخه اتیا تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو وژغوري.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه افغان سیکان وژل شوي او اته تنه ټپيان دي.
د وزارت ویاند طارق ارین وول افغان ځواکونو په کم وخت کې اتیا تنه یرغمل کسان روغ رمټ وژغورل.
د درمسال دننه عبادتځای د معبودینو په وینو سور و، افغان سک لږکیو باندې داسې ویر ګډ و چې ښايي د هرې کورنۍ یو کس قرباني ورکړې وي او د ځینو کورنیو څو کسان په کې وژل شوي وي.
له برید شاوخوا یو ساعت وروسته وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل خو داعش وسلهوالې ډلې یې مسوولیت ومانه.
دا په تېرو دوه کلونو کې په اهل هنود دویم ستر برید دی چې داعش وسله واله ډله یې پړه مني. دوه کاله وړاندې په جلال اباد ښار کې پر افغان سیکانو ځانمرګی برید شوی و چې د مشرانو په ګډون یې څوارلس غړي وژلي وو.
دغه برید په کور دننه او بهر په سختو ټکو غندل شوی او ستر بشري جنایت یې بللی دی.











