د کابل امنیې قوماندانۍ په تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د سلګونه کسانو نیولو خبر ورکړی دی.
د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د جنایي جرمونو ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۲۱۰ قضې ثبت کړي او په تړاو یې ۲۱۳۶ تنه نیولي دي.
هغه زیاته کړه:« له یادو مجرمینو سره ۹۴ عرادې بېلابېل ډوله موټر، ۶ عرادې موټرسایکلونه، ۵ ریکشې، ۶۶ میله بېلابېل ډوله تفنګچې، ۱۱ میله کلاشینکوفونه، ۲ میلیونه او ۶۴۴ زره افغانۍ، ۷۸۰۰ ډالر، شااوخوا ۱۲۰ سیټه بېلابېل ډوله مبایلونه، د ۳۵۰ زرو ډالرو په ارزښت مبایلونه له غلو راګرځول شوي او خپلو مالکینو ته یې سپارل شوي. »
ځدراڼ په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې ستایي او په خبره یې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت هم په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۴۵ بېلابېل عملیات ترسره کړي.
د ځدراڼ په خبره، د دغو عملیاتو په لړ کې ۱۰۲.۹۰۴ کیلو ګرامه شیشه، ۱۶۸۳۱ قرصه ذیکپ، تابلین او ټرماډول او نور بېلابېل نشه یي توکي نیولي دي.
دغه راز ځدراڼ وايي، د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ځای پر ځای شویو کېمرو له لارې یې د ۲۱ فزیکي شخړو، ۱۲ لفظي شخړو، ۲۹ د اور لګېدنې قضیې او ۱۱۹ د ترافیکي پېښو قضیې ثبت او حل کړي.
هغه زیاته کړه:« د کابل امنیې قوماندانۍ د امنیتي کېمرو مدیرت لاسته راوړنې، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ د فزیکي شخړو قضیې، ۱۲ د لفظي شخړو قضیې، ۲۹ د اورلګېدنې قضیې او ۱۱۹ د ټرافیکي پېښو قضیې کشف او په تړاو یې د اړوند ارګانونو اجرات شوي دي. ځینې یې ځای پر ځای حل شوي او ځینې یې اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.»
د یادولو ده چې د کابل امنیې قوماندانۍ د ترورېزم ضد مدیریت هم په تېرو شپږو میاشتو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په لړ کې د بېلابېلو تروریستي قضیو په تړاو ۴۳ تنه له ۳۵ میله تفنګچو، ۱۲ میله کلاشینکوفونو او ۱۳۹ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو سره نیولي دي.