Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مایک پمپیو، ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره وکتل

admin by admin
2020/03/23

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی.

پمپیو له ولسمشر غني سره په ارګ کې لیدلي، چې دواړو لوریو د سولې پروسې، په دغه بهیر کې راتلونکو ګامونو او د هېواد په امنیتي او سیاسي وضیعت خبري کړي.

بلخوا مخکیني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې له پمپیو سره یې لیدلي او د سولې پروسې د ارزښت او د افغانانو ترمنځ د سیاسي بحران د حل پر اړتیا يې بحث او خبري کړي. 

افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ناڅاپي سفر موخه واضح نه ده، خو انګېرل کیږي، چې په هېواد کې روان سیاسي کړکیچ، د طالبان بندیانو خلاصون او بین الافغاني مذاکرات، به هغه مسایل وي، چې پمپیو به یې د حل هڅه کوي.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پمیپیو د ولسمشر غني سره د سولې پروسې او د هېواد د امنیتي او سیاسي وضیعت په تړاو غږیدلی.

اعلامیه کې داسې راغلي ((دواړو لوریو د سولې پروسې، په دغه بهیر کې د راتلونکو اقداماتو او سولې په خاطر د سیمه ییزې اجماع او همدا راز د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني سره له لیدنې وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي، چې ښایي، موخه یې د دواړو ترمنځ د جوړجاړي رامنځته کول وي.

عبدالله عبدالله داسې ویلي ((نن له غرمې ورسته مې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مایک پمپیو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. پدې لیدنه کې مو د سولې پروسې پر اهمیت او د افغانانو ترمنځ د سیاسي بحران د حل پر اړتیا بحث او د نظرونو تبادله وکړه.))

له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړ جاړۍ هڅه وکړه، خو بریالی نه شو.

ولسمشر غني عبدالله ته اجرایوي ځای او شریک حکومت چانس نه ورکوي، د طالبانو زندانیان هم پرته له شرط نه خوشې کوي، له همدې کبله خواله رسنیو کې د ځینو تحلیل دا دی چې پمپیو به ولسمشر غني وهڅوي چې دریځ رانرم کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist