Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

شنونکي: د افغانستان زیانمنولو کې پاکستان د خپلو ګټو خونديتوب ګوري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/15

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، له افغانستان سره د پاکستان لسیزو مخالفت  اصلي موخه داده چې اسلام اباد د کابل په بې ثباته کېدو کې خپلې ګټې ګوري او دا یې د افغانستان پروړاندې د بهرني سیاست ستراتیژۍ عمق دی.

دوی په دې باور دي چې دغه هېواد د افغانستان په قضایاوو کې خپلې افراطي ګټې پاللې دي چې پایله  یې د افغان وطن ناامني ، بې ثباتۍ او نورو ته احتیاج ده.

دغه راز دوی وايي، پاکستان هېڅ کله هم په افغانستان ځواکمن ، خپلواک او مرکزي نظام نه شي زغملی او له بېلا بېلو لارو ورته ستونزې جوړوي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« پاکستان د خپل ۷۵ کلن تاریخ کې یو کمزوری افغانستان غوښتی دی داسې افغانستان چې وېشلی وي، پاشلی وي، په ډلو ټپلو تقسیم شوی وي، په داخلي اختلاف کې اخته وي او دوی (پاکستان) په کې خپل ماهیان ونېسي.»

پاکستان د کډوالۍ ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغان کډوالو اېستلو لړۍ پیل کړې چې دغه کار یې د بشر حقونو نړیوالو ادارو او افغان حکومت   له لوري غندلی شوی دی خو بیا هم اسلام باد پر خپلې پریکړې ټینګ ولاړ دی.

تازه په پاکستان د بشر حقونو ځینو فعالانو او د دغه هېواد ځینو سیاسیونو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې وه چې د افغان کډوالو په تړاو دې خپله پریکړه بدله کړي خو پاکستاني حکومت دغه غوښتنه رد کړې.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:« په دغه عریضه کې دوی د پاکستان دغه پرېکړه د اساسي قانون خلاف بللې وه  او غوښتنه یې کړې وه چې یاده پرېکړې دې بېرته واخلي، خو د پاکستان سترې محکمې دغه عریضه رد کړه. سترې محکمې دلایل دا وه چې هغه اصطلاح چې په پاکستان کې استعمال کېږي هغه نه ده او دا یې هم ویلي ول چې دا له بشري حقونو سرغړونه نه ده.»

شنونکي په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خپلو ګټو لپاره هېڅ ډول بشرحقونو او نورو نړیوالو قوانینو ته ژمن نه دی.

دوی وايي، اسلام اباد په خپل ۷۵ کلن تاریخ همدا یوه هڅه کړې چې افغانستان ضعیفه کړي حکومتونه یې له منځه یوسي او دوی ته احتیاج هېواد وي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي:« د پاکستان اداره ډېره واضح د تاریخ په اوږدو کې له افغانانو له کېنې ا و دوښمنۍ کار اخېستی دی، په ټولو قضایاوو کې  په افغانستان کې د یوه کمزروي دولت غوښتونکي دي. دلته د هېڅ ډول مرکزي قوي دولت د جوړښت او یاهم د پایو ټېنګښت زغم نه لري. د دې ترڅنګ پاکستانۍ ادارې د تاریخ په اوږدو کې د بشري حقوقو نقض کړی دی. پاکستان کې اصلا د بشر حقونو څرک نه لېدل کېږي.»

ځینې نور بیا وايي، د پاکستان دغسې ناسمو سیاستونو پر وړاندې افغان حکومت د خپل هېواد ثبات او پرمختګ لپاره کار وکړي چې له دې سره به د پاکستان ټول شوم اهداف خنثی شي.

د دوی په خبره، افغان حکومت دې د قوش تپې کانال په څیر نورې سترې پروژې پیل کړي او هغو کډوالو ته چې پاکستان پر زور له خپل هېواد اېستلي دي د کار زمینه برابره کړي.

له پاکستان دافغان کډوالو د ویستلو لړۍ له پیله تردې مهاله شاوخوا څلور سوه زره افغان کډوالو بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي چې دلته ورته افغان حکومت دهرډول اسانتیاوې برابره کړې او په وړیا ترانسپورټ کې یې له تورخمه تر خپلو ولایتونو اوسیمو رسوي .

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist