Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: بشري ناورین ته ورته حالت سره مخ یو

راستانه شوي افغان کډوال: پاکستاني پولیسو رانه پر زوره روپۍ اخېستي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/14

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت له لوري له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته ډېری افغان کډوال په یاد هېواد کې د پاکستاني ځواکونو له بد چلن سر ټکوي او وایي، د راتګ پر مهال په هره پوسته کې ترې په زرګونه روپۍ اخېستل شوي دي.

یو شمېر افغان کډوال وایي، په یاد هېواد کې یې هرڅه د ځواکونو له لوري ضبط شوي او خالي لاس افغانستان ته راغلي.

دغه کډوال تورخم کې د کډوالو لپاره د امکاناتو له برابرولو خوښي څرګندوي او وایي چې تر کابله یې د دوی لپاره ترانسپورت او نور امکانات په واک کې ورکړي ول.

له پاکستانه راستون شوی یو تن افغان کډوال ګل محمد وايي:« پېښور کې پر لاره پولیسو راسره سم چلن ونه کړ او روپۍ یې هم رانه واخېستې. موږ ته یې ویل، چې کارټ نه لرئ خو ورته ومو ویل چې خپل هېواد ته ځو، هغوی وویل چې کیمپ ته مو بیایو او له هغه ځایه به یوه میاشت وروسته اېستل کېږئ. له وېرې مو ورته روپۍ ورکړې او ځان مو ترې خوشې کړ.»

له پاکستانه راستون شوی یو بل افغان کډوال تیمور شاه وايي:« له طالبانو موږ ډېر خوشاله یو. دې غاړې  چې راغللو، خیمې ولاړې وې، د ډوډۍ مرسته هم کېدله، یو دوه شپې مو تېرې کړې< کوم حق چې زموږ کېده هغه یې هم راکړ. بیا راغلو په مونجي ډاک کې مو ۸ شپې په ترپالونو کې تېرې کړې. ستونزې مو ډېرې وې، بیا دلته راغلو او دا ځای مو ولېد. د دې ځای یې ۱۰ زره افغانۍ غوښتې، خو بیا مو په ۸ زره افغانۍ ونیوه.»

خو دغه کډوال اوس مهال په کابل کې د هوا په یخېدو سره د سوړ ژمي راتلونکي ته اندېښمن  دي او وایي، د دوی له راتګ سره د کرایي کورونو بیې هم دوه برابره شوي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی سره د لومړنیو خوراکي توکو د مرستې ترڅنګ د کرایي کورونو بیې هم را ټیټې کړي، څو خپلې اړتیاوې په سمه توګه پوره کړي.

له پاکستانه راستون شوی یو تن افغان کډوال برات خان وايي:« وړاندې موږ ته مالومات نه ول، خو اوس چې له ګاونډیو پوښتنه کوو، راته وايي چې ولې دې کور پر لوړه کرایه نیولی دی.»

دغه کډوال چې د کلا زمان خان په ۱۸ مه پروژه کې ژوند کوي، د دې سیمې وکیل احمد فرهاد وایي چې مرستندویه بنسټونو ته یې د دوی نومونه ورکړي؛ ترڅو مرستې وروسره وکړي.

فرهاد په سیمه کې د کورونو د بیو لوړوالي مني؛ خو په خبره یې په دې هڅه کې دی څو د کورونو له مالکینو سره خبرې وکړي چې د دغو کډوالو لپاره د کورونو بیې را ټیټې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مخکېني وزیر وړمه ورځ د پاکستان دغه پرېکړه ننګولې او ویلي دي چې پاکستان باید پر دغه پرېکړه له سره غور وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist