د افغان کډوالو د اېستلو په هکله د پاکستان ضرب الاجل له عملي کولو وروسته هره ورځ په سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنیږي، چې ماشومان او مېرمنې هم په کې دي او دوی د نورو مرستو ترڅنګ روغیتایي خدماتو ته ډېره اړتیا لري.
د ماشومانو ساتنط ادارې (سیف دې چلډرین) د افغانستان څانګې پر خپله اېکس پاڼه په ویډیو کلیپ کې ویلې، له پاکستانه راستنیدونکو یو شمیر افغان ماشومانو ته یې اړینې مرستې رسولي دي.
افغانستان کې د سیف دې چلډرین ادارې مشر فرید الله مشفق وايي:« له پاکستانه د افغانسان په ختیځ کې د ورځې شاوخوا ۲۰۰۰افغانان راستنېږي چې د ډېریو یې یوازې یو جوړ کالي پر تن وي ، پیسې نه لري ، ګرمو جامو ، خوړو او خیمو ته سخته اړتیا لري. د ماشومانو د ژغورنې ادارې کارکوونکي هڅه کوي ترڅو دوی ته د درملو ، خوړو او جامو په برخه کې بېړنۍ مرستې چمتو کړي.»
د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي، په تیرو څو ورځو کې یې د ګڼو ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ راستندیکو کډوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
یاد سازمان زیاته کړې:« په تیرو پنځو ورځو کې روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړګرځنده روغیتایي ټیم د ۱۵۷ ماشومانو په ګډون ۳۷۴ خلکو ته روغیتایي خدمتونه وړاندې کړي.»
ورته مهال یو شمېر ډاکتران بیا وایې، له پاکستانه راستنیدونکي ماشومان چې یو شمېر یې په ساري ناروغیو اخته وي، نورو ماشومانو ته یې د ناروغۍ د لېږد او په موسمي ناروغیو د اخته کیدلو لامل ګرځي.
دوی د یادو ماشومانو د اړینو روغتیایي او نورو خدمتونو د برابرولو غوښتنه کوي.
حکومتي چارواکي او اړونده بنسټونه په داسې حال کې د روغتیايي او بشري مرستو یادونه کوي چې لا هم په تورخم او سپین بولدک کې سلګونه ماشومان په سړه هوا کې په خیمو کې د ثبت لپاره تر نامالومې نیټې اوسي.