Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل کې د طالبانو برید پراخ غبرګونونه راپارولي

admin by admin
2020/03/21

د افغانستان دفاع وزارت تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې طالبانو د نفوذي کسانو په مرسته په زابل کې د ملي اردو یوولس او د پولیسو شپږ سرتیري وژلي دي.

خو ځينې سرچینې چه نه غواړي نوم یې واخستل شي، وایي چې د جمعې د ورځې په برید کې شاوخوا ۲۰ سرتیري وژل شوي دي.

طالبانو بیا د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه برید دوی کړی او په پوسته کې شته ټول سرتیري يې وژلي دي.

د طالبانو دغه برید په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي:

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د وسله والو طالبانو دغه برید او دې ته ورته نور بریدونه نه یوازې د سولې فرصت له خطر سره مخ کوي، بلکې د دوی پر ضد به د ولس کرکه او نفرت لا راوپاروي.

په ورته وخت کې، په کابل کې د امریکا سفارت هم ددغه برید غندنه کړې او ویلي دي چې د نوي کال په لومړۍ ورځ او بیا په داسې وخت کې چې د نړۍ هیوادونه د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کوي، د طالبانو دغه ډول بریدونه نفرت پارونکي دي.

په کابل کې د جرمني سفیر پیټر پروګل هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي: ((په زابل کې پر افغان ځواکونو د طالبانو وحشي برید سخت خفه کړم. د نوروز په ورځ او بیا په یوې داسې ورځ چې نړۍ د کرونا ویروس له ستونزې سره مخ ده، د طالبانو دغه وحشي عمل سولې ته د طالبانو په ژمنتیا کې جدي شکونه راپورته کوي. د قربانیانو کورنیو او دوستانو ته د زړه له کومې ډاډګیرنه وړاندې کوم.))

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کی هم په زابل کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو برید غندلی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist