Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل د افغانستان لپاره پاکستان ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې له حقيقته لرې بولي

کابل د افغانستان لپاره پاکستان ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې له حقيقته لرې بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/13

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني په يوه مرکه کې ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو ۶ زرغړي په افغانستان کې شتون لري او له هغه ځايه د پاکستان په امينتي پېښو کې لاس لري.

نوموړي د دې هېواد د لنډمهالي لومړي وزير هغه څرګندونې تائيد کړي، چې ګواکې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره په پاکستان کې وسله‌وال بريدونه ۶۵ سلنه او ځانمرګي بريدونه ۵۰۰ سلنه زيات شوي او په خبره يې همدا موضوع د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده.

دراني زیاته کړې:« شاوخوا د تحريک طالبان پاکستان ډلې ۶ زره وسله‌وال په افغانستان کې موجود دي او دوی پر کرښه بريدونو، پر پاکستاني ځواکونو او دغه راز پر عامو خلکو ترسره شوو بريدونو کې دخيل دي. دې کار داسې يو حالت رامنځته کړی، کوم چې نه يوازې پاکستان ته  اندېښنې وړ ده، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې هم اغېزمنوي.»

خو په قطر کې د اسلامي امارات د سياسي دفتر مشر سهیل شاهین د نوموړي دا څرګندونې بې اساسه بولي او په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ د دې هېواد داخلي مسئله ګڼي.

د شاهین په خبره، پاکستاني چارواکي دې هڅه نه کوي چې د خپلې نا امنۍ پړه پر نورو او په ځانګړې توګه پر افغانستان ور واچوي.

هغه زیاته کړې:« زه فکر کوم چې هره خوا خپل امنیت ته متوجې شي. د افغانستان اسلامي امارت خپله برخه کې ژمن دی چې چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو په خلاف استعمال کړي، خو نور هم باید خپل مسوولیت وبولي هغه پېښې چې له فرضي کرښې لسګونه کیلومتره لرې په داخل کې ترسره کېږي د تور لګولو پرته په خپله یې دوی مخه ونیسي.»

که څه هم اسلامي امارت په ځلونو ويلي، چې د پاکستان موجوده ناامنيو کې دخيل نه دي، خو پر دې سربېره بیا هم پاکستاني چارواکي په دا ډول څرګندونو سره د نيوکې ګوته افغانستان ته نيسي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستی ناسم چلن په نړيواله کچه د دې هېواد پر وړاندې غبرګونونه راپارولي او دا هغه څه دي چې پاکستاني چارواکي يې په دا ډول کاذبو څرګندونو سره د نړۍ پام اړولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهسوار سنګروال وايي:« اوس چې دوی (پاکستا) یوځل بیا دا خبره راپورته کړې ، ستر لامل یې دا دی چې کوم بد چلن  چې دوی له افغان کډوالو سره وکړ او په ډېرې بې رحمۍ یې هغه له هېواده واېستل، نه یوازې کډوال یې له هېواده واېستل بلکې بې عزته یې هم کړل، کورونه یې ورت خراب کړل او د هغوی شتمنۍ یې لوټ کړې. د دغه ناوړه عمل پر وړاندې نړیوالو غبرګون وښود، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو. نو  اوس د دې لپاره چې د نړۍ پام بلې خواته واړوي نو ځکه یې یو ځل بیا دغه خبره راپورته کړه چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې ده.»

دا لومړی ځل نه دی، چې اسلامي امارات په افغانستان کې د (ټي.ټي.پي) د شتون او له دوی سره د همکارۍ په تړاو ادعاوې ردوي، بلکي له دې وړاندې یې هم  په بار بار ويلي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist