عامې روغتیا وزارت د کرونا ناروغي مخنیوي لپاره لازم تدابیر لري.
عامې روغتیا وزارت ټولې هغه اوازې په کلکه ردوي چې ګواکې په غور یا غزني کې دې د کرونا ناروغۍ له امله څوک مړه شوي وي.
دغه وزارت وایي، په هرات کې یې یو سکنر نصب کړ چې له ایرانه د راتلونکو کسانو تشخیص وکړي او یو بل به د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې نصب کړي.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي، هغه ۲۲ کسان چې د کرونا تشخیص یې مثبت و په تدریجي ډول یي روغتیایي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.
پر ټولنیزو رسنیو اوازې خپرې شوي چې ګواکې غزني کې یو کس او غور کې څلور کسان چې له ایران راغلي وو، د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
اوس عامې ورغتیا وزارت وایي، دوی دقیقې پلټنې کړي او هېڅ داسې پېښه نه ده شوې او تر اوسه افغانستان کې څوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وایي، هرات کې یې یو سکنر نصب کړ چې ټول هغه کسان به معاینات کېږي چې له ایران را اوړي او دغه راز یو بل به د حامد کرزي هوایي ډګر کې نصب کړي.
دغه راز هرات کې طبي لابراتوار هم په کار پیل وکړ چې د کرونا سمپلونه تشخیص کړي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، ۳۴۰ شکمنې پېښې ثبت وې چې، ۲۲ یې مثبتې، ۵ تر معایناتو لاندې دي او ۳۱۳ یې منفي دي.











