Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن به د دغه هېواد پر وړاندې د افغانستان راتلونکی سیاست ټاکي

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستل کېدو نیوکه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/12

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د کمپاینونو د سیمه‌ییز مدیر مرستیالې لیویا سککارډي په یوې اعلامیه کې پر پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره کې  د افغان کډوالو خپلسري نیونې، ځورولو او د ډیورنډ فرضي کرښې غاړه یې پر زور اېستل ودوروي.

دغه راز هغې ویلي که چېرې د پاکستان حکومت له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ژر تر ژره ونه دروي؛ نو د ښځو او نجونو په ګډون به زرګونه افغانان له خوندیتوب، زدکړو او د ژوند معیشت ته له لاسرسي محرومې شي.  

لیویا سککارډي زیاته کړې:« د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو ناقانونه نیونې، ځورول او جبري اېستل ژر تر ژره ودروي. زرګونه افغان کډوال د سیاسي موخو لپاره د شطرنج د دانو په توګه کارول کېږي. دوی داسې مهال په جبري ډول افغانستان ته اړول کېږي، چې ښایي پر بشري حقونه د وضع شویو فشارونه د دوی ژوند د ناورین له ګواښ سره مخ کړي.»

د دې ترڅنګ پر پاکستان غږ شوی چې په دې برخه کې خپل نړیوال مکلفیتونه هېر نه کړي او د کډوالو په برخه کې وضع شوي قوانین مراعت کړي.

سککارډي ویلي، په اوسني وخت کې د ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو اېستل کولی شي دغه کډوال له سخت بشري وضعیت سره مخ کړي.

سککارډي له پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له سترې کمېشنرۍ غوښتني چې د ښځو په ګډون دې د افغان خبریالانو او لږکیو د غوښتونلیکونو راجسترکولو پروسه او د اسناد ورکونې بهیر ګړندی کړي.

هغې زیاته کړې:« پاکستان باید په خپله خاوره کې د نړیوالو بشري حقونو تر چتر لاندې د افغان کډوالو خوندیتوب او هوساینې په برخه کې خپل مکلفیتونه ادا کړي او د بحران د لا ژورتیا مخنیوي لپاره باید په بېړني ډول د دې کډوالو اېستل ودروي.»

د دې ترڅنګ د ناروې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه له پاکستانه د ګڼ شمېر افغان کډوالو پر اېستل کېدو اندېښنه ښودلې.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني لوري غوښتي چې د هغو افغان کډوالو لپاره د پاتېدا یو میکانیزم رامنځته کړي چې په دې هېواد کې د خوندیتابه په لټه کې دي.

یاد وزارت زیاته کړې:« ناروې له پاکستانه په لویه کچه د افغان کډوالو پر اېستنې او بشري اغېزو خپله اندېښنه څرګندوي. موږ له پاکستانه غواړو چې د هغو افغانانو لپاره چې په دې هېواد کې د خوندیتابه په لټه کې دي، یو اغېزمن میکانېزم رامنځته کړي.»

 

له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو د نومبر له لومړۍ نېټې وورسته د دې کډوالو د اېستلو عملي چارو له پیل وروسته، د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو د پاکستان دغه پرېکړه ننګولې او په دې برخه کې د بیاکتو غوښتنه کړې؛ خو له پراخو نړیوالو نیوکو سره سره د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ لاهم روانه ده او روزانه زرګونه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist