له پاکستانه په بېړني ډول د نږدې دوه میلیونه غیرقانوني افغان کډوالو پرېکړې د عامو افغانانو سربېره د افغان چارواکو له تندو غبرګونونو وروسته، تازه د هند (اې.اېن.آی) نیوز د پاکستان د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکلي چې دغه پرېکړه د (ټي.ټي.پي) له مسلې سره هېڅ تړاو نه لري.
د پاکستان دغه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په صورت کې ویلي، پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو څخه د فشار د الې په توګه کار نه دی اخېستی بلکې د خپلو اړتیاوو او اقتصادي شرایطو ته په کتو یې دغه پرېکړه کړې.
د پاکستان دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي:« زه په خپل ټول اختیار سره دا ویلی شم، چې د کډوالو مسئله د (ټي.ټي.پي) له قضیې سره هېڅ تړاو نه لري. په افغانستان کې اوس دا باور دی، چې موږ د کډوالو له مسئلې پر افغان حکومت د فشار د الې په توګه کار اخلو؛ چې دا سمه نه ده. پاکستان په خپله له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، په داسې حال کې موږ نه شو کولی د ناقانونه افغان کډوالو بار ته اوږه ورکړو.»
یاد چارواکي د پاکستان پر پرېکړې د افغان چارواکو غبرګونونو ته په ځواب کې له سرپرست حکومت غوښتي چې خپلې اندېښنې د رسنیو له لارې نه بلکې د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې شریکې کړي.
دغه پاکستاني لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې:« له موږ سره هم د افغان چارواکو په تړاو ګڼې مسئلې دي؛ خو موږ تل د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې یې د حل غوښتنه کړې. که افغان حکومت ورته اندېښنې لري؛ نو د بیانیو د ورکولو پر ځای دې له موږ سره شریکې کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي له شمشاد سره په مرکې ویلي، پاکستاني لوري د کډوالو د اېستلو پرېکړه د افغان حکومت له همغږۍ او مشورې پرته په یو اړخیز ډول ترسره کړې.
خو د ژمي موسم له نږدې کېدو او په یوازې ډول د ګڼ شمېر افغان کډوالو اېستلو د عامو افغانانو په ذهنونو کې د پاکستان د دغې پرېکړې په تړاو ګڼې پوښتنې راټوکولي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان تل د افغان حکومتونو پر وړاندې خپلې پخوانۍ تربګنۍ او عقدې پاللي او دې موخې ته د رسېدا لپاره یې هېڅ فرصت له لاسته نه دی ورکړی چې یوه بېلګه یې له افغان کډوالو سره ترسره شوی چلن دی.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« اوس وايي، چې په دې کې (ټي.ټي.پي) او نور اهداف نه شته دي. دا هم تر یوه بریده پورې سم وايي، ځکه دلته لوی اهداف دي، په دې کې د غربي هېوادونو لاس دی. دلته نور پروګرامونه دي، غواړي کډوال هم راوباسي او د کډوالو ترڅنګ نور کسان راولي او افغانستان کې یې ځای پر ځای کړي او افغانستان ناامنه کړي او دا ناامني مرکزي اسیا او روسیې او نورو ځایونو ته یوسي ، دې کې پاکستان لویه پروژه لري، ځکه پاکستان داسې یوه کړنه ترسره کړه. د پاکستانیانو د خپلو ګټو لپاره هر ډول کړنې چې وغواړي ترسره کوي یې.»
شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو په داسې سختو شرایطو کې د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د هر احتمالي ناوړه بشري حالت رامنځته کېدلو اصلي مسوولیت پاکستاني لوري ته ورګرځي.
غوښتنې دا دي، که پاکستان په رېښتوني ډول له دې قضیې د سیاسي موخې په توګه کار نه اخلي نو باید د افغان کډوالو اېستلو لړۍ ودروي او له افغان کډوالو سره روان بد وضعیت ته دې د پای ټکی کېږدي.