د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ امریکا ده.
ستانکزي ویلي، امریکا نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې په دې برخه کې اقدام وکړي او نه یې هم خپله د عمل ابتکار کړی.
هغه زیاته کړې:« امریکا اوس هم په ټوله نړۍ باندې له سیاسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي پلوه اثر لري، نوره نړۍ نه شي چې له امریکا بغیر په خپلواکه توګه زموږ په اړه پالیسي غوره کړي. البته امریکا ته به ګوري. هېله مو دا ده، چې امریکا هم ژر دا حقیقت درک کړي.»
عباس ستانکزی وایي، حکومت یې ټول ګډونه دی او له سیمې او نړۍ غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د نوموړي په خبره، حکومت هڅه کوي چې په خپل جوړښت کې ټولو اقوامو ته ونډه ورکړي او له نړۍ غواړي، چې افغانستان ته دې د حکومتولۍ بدیلې نسخې نه وړاندې کوي.
ستانکزی زیاتوي:« هېڅ هېواد ته نه دي ویلي چې ستاسو حکومت ټولګډونه نه دی، ستاسو حکومت کې د ښځو حقوق تلف شوي. نو موږ نورو هېوادونو ته هم دا حق نه ورکوو چې په کارونو کې مو لاسوهنه وکړي. دا زموږ خپله ستونزه ده، دا زموږ خپله خبره ده. نو که داسې وي، دا خو یو سیاسي اړخ لري، ځینې هېوادونه په دې نوم باندې چې خپلې ستونزې یا کومې منافع چې دوی لري، له بلې لاره ورته لاره نه شي پيدا کولی د فشار په واسطه یې کوي. یو فشار همدا دی چې ټوله نړۍ وايي، چې افغانستان کې ټولګډونه حکومت نه شته دی.»
ستانکزی همدا راز وایي، د دوحې هوکړې ټول موارد یې عملي کړي او امریکا د یادې هوکړې برخلاف، پر ژمنه شویو مواردو عمل نه دی کړی او د افغانستان هوایي حریم یې نقض کړی دی.
واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو شاوخوا دوه نیم کاله تېرېږي، خو تر اوسه يې سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.
په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار حقونه او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د رسمېت پېژندنې لپاره هغه شرایط دي، چې د نړیوالو په باور لا تر اوسه کابل نهدي عملي کړي.