د شاوخوا شپږ ولایتونو حساس مواد او د رایو پایلې کابل ته را رسېدلي دي.
ټاکنو کمېسیون ويلي، کابل، پنجشیر، پروان، خوست، لغمان او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې حساس مواد او د رایو پایلې یې کابل ته انتقال شوي دي.
دغه کمېسیون د پروسې د شفافیت په موخه ټينګار کوي چې خلکو ته ځواب ورکوونکی دی.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹مه او وروستۍ پایلې د راتلونکي لېندۍ میاشتې په ۲۹مه اعلان شي، خو د ټاکنو کمېسیون تازه ويلي، چې ستونزو ته په کتو ممکن دغه پایلې په خپل وخت اعلان نه شي او وځنډېږي.