Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران له افغانستان سره د سياسي او اقتصادي اړيکو پراختیا ته لېوالتيا ښودلې

ایران له افغانستان سره د سياسي او اقتصادي اړيکو پراختیا ته لېوالتيا ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/07

ايراني چارواکو د رياست الوزرا له اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې ويلي، چې ایران له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا ته لېواله دی او غواړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو او د دواړو هېوادونو د ملتونو هوساینې لپاره پر ګډه د لارې نقشه جوړه کړي.

د ایران ولسمشر مرستیال محمد مخبر وايي:« ایران له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخولو ته لېواله دی او غواړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو او د دواړو هېوادونو د ملتونو هوساینې لپاره پر کډه د لارې نقشه جوړه کړي. دواړه هېوادونه باید پر ګډه د شویو ژمنو عملي کولو ته ژمن واوسي، پر ګډه د چاپېریال ساتنې او په ځانګړي ډول د وچکالۍ او اوبو مدیریت په اړه کار وکړي. ایران چمتو دی چې له چابهار بندر څخه د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.»

په دې کتنه کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران او افغانستان دوه ښه اقتصادي شريکان بللي او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره يې د ګډې همکارۍ په رامنځته کولو ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړې:« افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان  جوړېدی شي او اړتیا ده، چې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه پر ګډه سره کار وکړي.»

ملا عبدالغني برادر اخوند دغه رزا ويلي، افغانستان چمتو دی چې د چابهار او بندر عباس بندرونو له لارې له هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه د پخوا پرتله لوړه کړي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان لېواله دی، چې د ایران د ترانزیټي لارو په وسيله خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د چابهار او بندر عباس بندرونو له ظرفیتونو څخه د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره ډېره ګټه پورته کړي.»

د دې کتنو پر دوام د  د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د ایران له بهرنيو چارو وزیر سره د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو غږیدلی چې ایراني لوري د افغان کډوالو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر حسېن امیر عبدالهيان ویلي:« د ایران اسلامي جمهوریت د افغان وروڼو او خویندو د کوربه‌توب لپاره ډی‎ېرې هڅې کړې دي، خو بیا هم د مختلفو شرایطو په پام کې نیولو سره د کډوالو په اړه پر مسلسلو ستونزو سربېره، دا اړینه ده چې د کډوالۍ موضوع او اړوند مسایل او ستونزې د ګډې همکارۍ له لارې پلان او اداره شي.»

عبدالهیان په دې ناسته کې يو ځل بیا د ایران هېواد د اوبو د حق په ورکړې ټينګار کړی او ويلي دي چې د ابوو مسلې حسياست د سيمي پر چاپیريال مستقيمې اغیزې لري.

هغه زیاته کړې:« د اوبو مسله او د ایران د اسلامی جمهوریت د حقوقو تامینول ډېر مهم دي او موږ ټینګار کوو، چې د اوبو د مسئلې حساسیت او د سیمې پر چاپېریال او ژوند باندې مستقیمې اغیزې لري. زموږ خلک له حکومت غواړي، چې د ایران حقونو خوندیتوب ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.»

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د شنبې په ورځ د ایران په بلنه ياد هېواد ته په رسمي سفر تللی چې تر دې دمه يې د کډو همکاريو د کمېسیون د لومړۍ ناسته کې د ګډون ترڅنګ د ایران بهرنيو چار له وزیر،د ولسمشر ځانګړي سلاکار او دغه راز د ملي امنيت د شورا له مشر علي اکبر سره کتلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist