Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/07

د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې، چې د خوړو نړیوالو پروګرام او د خوړو او کرنې نړيوالې ادارې له لوری پر کډه چمتو شوی ويلي، سره له دې چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله د خوراکي توکو بیې ټېټې شوې، خو خلک بیا هم د ناوړه اقتصادي حالت له امله د توکو د اخېستلو توان نه لري.

راپور کې دوامداره جګړه، بې روزګاري او وچکالي هغه لوی عوامل بلل شوي، چې افغانستان یې له اقتصادي پلوه ناوړه وضعيت سره مخ کړی.

د راپور یوه برخه:« شخړې، اقلیمي ناورینونه او اقتصادي کړکیچونه هغه لاملونه دي، چې د افغانستان په ګډون یې په اتو نورو هېوادونو کې خوراکي ناخوندیتوب رامنځته کړی.»

په راپور کې ویل شوي چې د بودیجې کمښت له امله نشي کولې ټولو اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې د پام وړ ۱۰ میلیونه خلک د بودیجې د لوی کمښت له امله د ژوند ژغورنې له مرستو بې برخې شوي. که مرستې ونه شي وضعیت به نور هم کړکېچن شي.»

 د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د ورته سازمانونو اندیښنې او له افغانستان سره د دوی مرستې اړینې ګڼي  خو ټینګار پر دوامداره مرستو او د وېش لپاره يې د يوه ځانګړي میکانېزم پر رامنځته کولو ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو یاد راپور په داسې حال کې خپریږي چې تازه له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو د لاسنيوي لپاره، د نړيوالو له لوري د مرستو پر زياتوالي ټينګار شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist