Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: پاکستان له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کوي

ستانکزی: پاکستان له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/06

د پاکستان له لورې پر زور د افغان کډوالو اېستلو په اړه د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزی د پاکستان دغه عمل ناعادلانه او یو طرفه بولي او په خبره یې دا ډول ناوړه چلن د کډوالۍ نړیوالو نورمونو او اصولو خلاف دی.

ستانکزی د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پریکړه غندي او له يادو کډوالو سره د ناوړه چلن دوام د دواړو هېوادونو د اړيکو پر زیان بولي.

ستانکزی زیاتوي:«دا یو طرفه پرېکړه موږ ته د منلو نه وه او موږ یې پر کلکه غندو او په دغسې وخت کې چې په افغانستان کې هوا مخ په سړېدو ده، دوی افغانان پر زوره وباسي. دا یو طرفه پریکړه ده او له موږ سره یې په دې اړه هېڅ مشوره نه ده کړې.  البته دوی به خپل دلایل ورته لري.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د پاکستان پر امنیتي ادارو نیوکه کوي، چې ګواکې له افغان کډوالو سره غیرانساني چلن کوي، خو ګواښ کوي چې نور دې د افغانستان حکومت صبر نه ازمايي.

هغه زیاته کړې:« دا یوه افترا ده چې دوی ( پاکستان) یې پر افغانانو لګوي، دا زه پر کلکه ردوم. افغانان د تاریخ په اوږدو کې هېڅ وخت دغسې مسایلو کې نه دي ښکیل شوي چې د نورونو هېوادونو په امنیت کې  یې مداخله کړي وي. نو دا زموږ د افغانستان اسلامي امارت پالیسي هم نه ده  او موږ پر دې باندې متحد یو، چې موږ په خپله دا ۴۰ کاله د نړیوال تروریزم  ښکار شوي یو. زموږ هېواد کې جنګونه ول، جنګونه هم ډېری هغه جنګونه ول هغه به له نورو خواوو راتلل. نو د دې پر اساس مو هېواد تر دې حده راورسېد، چې خرابه شو.»

له دې سره ستانکزي د پاکستان هغه ادعاوي بې اساسه وبللې چې دغلته په ترسره شویو وسله‌والو بریدونو کې يې افغانان ښکېل بللي ول.

ستانکزي زیاته کړې، چې افغانانو څلور لسېزې په پاکستان کې سوله‌ ییز ژوند کړی او په خبره يې هغه ملتونه چې د ترهګرۍ قربانیان وي، په نورو هېوادونو کې په هېڅ صورت د جګړې پلوي نه کوي.

تېره مياشت پاکستان هغو افغانانو ته له دې هېواد د وتلو يو مياشتنی ضرب‌الاجل وټاکه، چې دغلته د مېشتېدنې لپاره راجسټر شوي نه ول.

دا مهلت لنډمهالی بللی شوی او په تړاو يې پر افغانستان او ملګرو ملتونو سربېره يو شمېر هېوادونو غبرګونونه وښودل او له پاکستان يې غوښتنه وکړه، چې له افغان کډوالو سره جاري ناوړه چلن د نړيوالو اصولو په چوکاټ کې برابر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist