Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امنیت شورا د طالبانو او امریکا له هوکړې ملاتړ وکړ

admin by admin
2020/03/11

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړه لیک ملاتړ وکړ.

افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه تړون چې دوی تیره اونۍ له طالبانو سره لاسلیک کړ او د متحده ایالتونو او افغان دولت ګډې اعلامیې په ملاتړ، د رایو په اتفاق پریکړه لیک منظور کړ.

خلیلزاد لیکلي، د ملګرو ملتونو پریکړه لیک پر طالبانو او افغان دولت غږ کوي چې د اعتماد جوړونې اقدامتو ته دوام ورکړي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور چټک حرکت وکړي.

زلمي خلیلزاد په یو بل ټویټ کې لیکلي، ولسمشر غني تېر ماښام یو فرمان خپور کړ چې د راتلونکې شنبې ورځ به د طالبانو لخوا د ورکړل شوي نوملړ پر اساس، تر ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي.

هغه لیکلي، طالبانو لا له وړاندې د افغان دولت تر ۱۰۰۰ بندیانو ازادول منلي دي.

خلیلزاد زیاته کړی، دی له دواړو غاړو هیله کوي چې سملاسي د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرو ته کیني او جزئیات وړاندې کړي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې افغان دولت لدې کار سره توافق کړی او په وینا یې پلې کیدل به یې د سولې بهیر کې یو ستر ګام وي.

نوموړي له طالبانو هم هیله کړې چې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي څو تاوتریخوالی کم شي، بندیان په سمه توګه ازاد شي او د سولې بهیر بریالی شي

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist