Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: بشري ناورین ته ورته حالت سره مخ یو

اروپايي ټولنه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستو ته دوام ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/06

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه پر زوره د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري، خو اروپايي ټولنې د کډوالو ستونزو په کتو سره خبر ورکړی، چې يادو راستنېدونکو کډوالو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به خپله همکاري نه سپموي.

یادې ټولنې زیاته کړې:« موږ به په افغانستان کې د کډوالۍ له نړیوال مرستندويو سازمانونو سره همکار پاتې شو او هغو افغان کډوالو ته به مرستې چمتوو کړو، چې له پاکستانه را اېستل کېږي.»

له دې سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ په تورخم او سپين بولدک کې له راستنېدونکو کډوالو سره د همکارۍ او د دوی ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکړی.

یادې کمېشنرۍ زیاته کړې:«د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ کارکوونکي له پاکستان سره پر کرښه سپین بولدک او تورخم  کې دي او له هغو افغانانو سره به مرسته وکړي، چې تازه له پاکستانه را اېستل شوي.»

د ژمي په رانږدې کېدو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د را اېستلو او همدارنګه په هرات کې زلزله ځپلو راتلونکي برخلیک ته په اشارې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان پر نړيواله کچه د اقليمي بدلون په نتيجه کې تر ټولو زيان منونکی هېواد دی.

یاد پروګرام زیاتوي:«دا چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله زیامن دی، د خوړو نړیوال پروګرام به د اروپایي ملاتړو هېوادونو په مرسته ګڼو اړمنو افغانانو ته مرستې چمتوو کړي.»

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوالې ادارې ویلي ول، چې په تورخم او سپین بولدک کې په پوره چټکتیا کار کوي تر څو ډېر شمیر افغان کډوالو ته لومړنۍ مرستې ور ورسوي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist