کندهار کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې روانې دي
هلته د رای اچونې مرکزونه ناوخته پرانیستل شوي او لکه د نور هېواد په څیر د بایومیټریک سیسټم کې د ستونزو یادونه شوې.
ټاکنو خپلواک کمېسیون وړاندې تر دې ویلي و، دوی به کندهار کې ښې ټاکنې ولري ځکه دوی تیرو ټاکنو کې پوره تجربې تر لاسه کړي دي.
بل پلو د جنرال رازق د سنګر ملګري وايي، د امنیتي اړخه پوره چمتوالی لري او خلکو ته یې ډاډمنه فضا رامنځته کړې ده.
په کندهار کې ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې، چې له ډلې يې تر ۷۰ زره ښځې دي.
د ټاکنو کمېسیون د مسولينو په خبره، په ټول کندهار کې ۱۷۳ د رایې اچونې مرکزونه دي، چې ۴۰ یې په ښار او پاتې نور يې په ولسواليو کې دي.
له کندهاره ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.