په پښتونخوا او پاکستان کې د بل هر وخت پرتله پر ناراجسټر شویو کډوالو د ژوند ساحه تنګه شوې او يادو کډوالو ته د وتلو په اړه د ورکړل شوي وخت له پوره کېدو سره، په دې هېواد کې د افغانانو ځورول زيات شوي دي.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ وايي، په پښتونخوا او پاکستان کې افغانان له سخت وضعيت سره مخ دي او د پاکستان حکومت له لوري پرې فشارونه زيات شوي.
یادې کمېشنرۍ په خبره، د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال چې له دې ادارې سره ثبت دي او اسناد هم لري، د پاکستان حکومت له سختۍ سره مخ کړي.
یادې کمېشنرۍ زیاته کړې:« ۸۶ سلنه کورنۍ چې د سپټمبر له دویمې اوونۍ راهیسې له پاکستان څخه وتلي، ویلي يې دي چې له نیول کېدو وېرېدل. موږ د پاکستان له حکومت غواړو، چې د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.»
پاکستان کې د افغان خبریالانو د شورا مشر ظاهر بهاند وايي: « د اسناد او ویزه لرونکي کسان هم نیول کېږي، بې اسنادو هم نیول کېږي او هغه څوک چې د سپین بولدک له لارې راغلي هغه هم نیول کېږي؛ نو ټولو ته په یوه سترګه کتل کېږي، چې دا د افغان کډوالو پر وړاندې ډېره لویه جفا ده.»
دا په داسې حال کې ده چې زرګونه بېرته ستنېدونکي کډوال پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغانستان لور ته د اوښتو نقطو ته رسېدلي او یا ثبت او بایومتریک ته منتظر دي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، په دې هېواد کې د پاکستاني پولیسو له لورې د ظلم او ځورولو لړۍ چټکه شوې او آن تر دې چې اسناد لرونکي افغان کډوال هم نیسي.
پاکستان مېشت افغان کډوال حاجي خوږڼي وال وايي: « زیاتره ستونزې هغه چاته دي چې د ښار په پخو کورونو کې ژوند کوي او هغوی ته جواب ورکوي چې په پنځه ورځو کې دننه دننه خپل کورونه له دې ځایه یوسئ که نه نو قانوني چلن به درسره کېږي او زنداني کېږئ.»
سرپرست حکومت د پاکستان له حکومت غواړي، چې د کډوالو نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره دې له افغان کډوالو سره چلن وکړي او نیول او ځورول د نړیوالو اصولو خلاف عمل دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د خپلو هغو ټولو ارګانونو له لارې پاکستاني چارواکو ته دا خبر رسوي، چې له کډوالو سره زور زیاتی ونه کړي. اوس وضعیت بدلون کړی، په لومړيو کې یو څه ستونزې وې او د انتقال په برخه کې هم لومړی یو څه زحمتونه وو؛ خو له پرون راهیسې اسانتیاوې ډېرې شوې هم تورخم کې او هم په سپن بلودک کې، مخکې دوی تلاشي کوله یو ډول یې خلک ځورول چې دا هر څه اوس پای ته رسېدلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست هم له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن ظلم بللی و او پاکستان ته یې وریاده کړې وه، چې د هر څه عواقب بايد وسنجوي.
په ورته مهال د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل ظلم دی او په خبره يې په روان ژمې کې به يې له کبله افغانستان له بشري کړکېچ سره مخ شي.