Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات زلزله ځپلو سره د عمان ۸۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

د هرات زلزله ځپلو سره د عمان ۸۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/02

د هرات له زلزله ځپلو سره د عمان لومړنۍ مرستندویه جوپه دغه ولایت کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوه.

په دغو مرستو کې درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې وروستۍ زلزله ځپلو باندې به وویشل شي.

 د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر مطیع الحق خالص وايي، د عمان ترڅنګ د یو شمېر نورو هیوادونو مرستې هم دوی ته سپارل شوې او په پام کې ده دغه مرستې په پوره روڼتیا سره هرات کې زلزله ځپلو ته ووېشل شي.

خالص زیاته کړې: « دا د خوښۍ ځای دی چې یوازې زموږ هېوادوالو او نظام نه، بلکې د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو خیریه بنسټونو او حکومتونو موږ سره په دې غمیزه کې غمشریکې کړې، د ډاډګیرنې پیغامونه یې رالېږلي او دوی سره د مرستو په برخه کې یې زموږ لاسنیوی کړی،. موږ له دوی ټولو منندوی یو.»

د عمان خیریه بنسټونو مسوول بدرمحمد علي الز عالی وايي، هرات کې یي د زلزله ځپلو او اړمنو کسانو لاسنیوي په موخه د ۲۵۵ زره عماني ریالو په ارزښت یي دغه مرستې افغانۍ سرې میاشتې ته سپارلي او ډاډ ورکوي چې زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه:« دغه ۸۰ ټنه مرستې دي. دغو مرستو کې خیمې، درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکې شامل دي. موږ دغه مرستې افغان حکومت ته سپارو چې زلزله ځپلو کسانو ته ووېشل شي.»

په همدې حال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، تر اوسه یي ۱۵ زره ۲۲۳ زلزله ځپلو کورنیو نقدي، خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزی وايي:« تراوسه له ۱۵ زره ۲۲۳ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرستې شوي، چې په دې کې بیا ۵ زره ۱۲۵ کورنۍ هغه دي چې خوراکي توکي ورته وېشل شوي، ۴ زره ۹۳۷ کورنیو ته غیر خوراکي توکي وېشل شوي او ۴ زره او ۷۵۰ هغه کورنۍ دي چې خوراکي او غیر خوراکي توکي ورته وېشل شوې دي، ترڅنګ یې ۴۱۰ کورنیو ته بیا نغدي مرستې هم وېشل شوې دي.»

له دې مرستو سره هم مهاله هرات کې د یوه مخابراتي شرکت له خوا هم یو شمېر زلزله ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې.

د مخابراتي شرکت مسوول سید فاروق سادات وايي: « د دې کمپنۍ په مرسته مو د ۶۰۰ زرو افغانیو په ارزښت توکي پېرلي، چې په دې کې خېمې، کمپلې، کالي، د پخلنځي وسایل او نور توکي شامل وو او زیانمنو ته مو رسولي دی.»

بل خوا زیانمن شوي کسان د دغه مرستو ترلاسه کولو څخه د خوښۍ ترڅنګ د نورو خیریه بنسټونو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

یو تن زیانمن شوی وايي: « په دې پېښه کې زیانمن شوي مرستو ته ډېره اړتیا لري چې په هره برخه کې ورسره مرسته وشي.»

یو بل زیانمن شوی وايي: « له موږ سره باید لا زیاتې مرستې وشي، لکه وریجې، غوړي… ځکه هېڅ خوراکي توکي نه لرو، د کار کولو کسان نه لرو او له سختو ستونزو سره مخ یو.»

دا په داسي حال کې ده چې هرات کې پرلپسې زلزلو خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي او خلګ په دغه ولایت کې د لا نورو مرستو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist