Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې وسله‌وال برید له شپږ ساعتونو وروسته پای ته ورسېد

admin by admin
2020/03/06

د عبدالعلي مزاري تلین غونډه باندې برید کې لسګونه تنه ووژل شول.

د عبدالعلي مزاري په پنځه ویشتم تلین غونډه باندې نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې وسله‌والو برید وکړ.

دغې غونډې ته ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد محقیق ، حامد کرزی او یو شمیر نور افغان سیاسیون هم ورغلي و.

 دغه برید نن له غرمې مخکې څه باندې یوولس بجې د سپکو وسلو پر ډزو پیل شو چې وروسته په کې درندې وسلې هم وکارول شوې.

کورنیو چارو وزارت ویلي، لوړ پوړو افغان سیاستوالو ته مرګ  ژوبله نه ده اوښتې خو په دغه برید کې یې د پنځه ویشتو ملکي وګړو وژل او د ۳۸ نورو د ټپي کېدو پخلی وکړ.

برید هغه مهال وشو چې کریم خلیلي د سولې په تړاو خبرې کولې.

دمګړۍ په دشت برچي سیمه کې، چیرته چې دغه مراسم جوړ شوي و د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته ادامه لري.

وسله وال  مراسمو ځای ته څیرمه په یوه ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي .

طالبان وايي، په دشت برچې کې د عبدالعلي مزاري پر مراسمو برید کې دوی لاس نه لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه بريد غندلی او دا يې د بشريت ضد جرم عمل بللی دی. 

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن هم د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو نننی برید غندلی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. 

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي خو تر اوسه یې کومې ډلې مسوولیت نه دی منلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist