Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: بشري ناورین ته ورته حالت سره مخ یو

پاکستان کې افغان کډوال: بشري ناورین ته ورته حالت سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/01

پر نړیواله کچه له پرلپسې غوښتنو سره سره هم اسلام اباد غیرقانوني کډوالو په اړه پرېکړه کې نرمښت نه دی ښودلی.

د اکتوبر ۳۱، سلګونه زرو غیرقانوني کډوالو وروستۍ نېټه وه، خو پاکستاني چارواکو لا له وړاندې په کراچۍ، اسلام اباد او کوزه پښتونخوا کې زندانونه له افغان کډوالو ډک کړي.

افغان کډوال وايي، بشري ناورین ته ورته حالت سره مخ دي او وېره شته چې پاکستاني چارواکي پراخ عملیات پیل کړي.

پاکستان کې مېشت افغان خبریال ظاهر بهاند وايي:« ویل کېږي چې دا نن شپه به سرتاسري شپني عملیات به د پولیسو له لوري پلازمېنه اسلام اباد او پینډۍ کې پيل شي. دا باید هېره نه کړو چې په تېرو دوو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول شوي.»

پاکستان کې له افغان کډوالو سره د چلن په اړه د بشر حقونو سازمان هم اندېښنه څرګنده کړې او ژر تر ژره یې په دې پرېکړه کې د تغیر غوښتنه کړې.

یاد سازمان زیاته کړې:« د  پاکستان حکومت له ګواښونو، ناوړه استفادې او توقیف څخه کار اخلي تر څو افغان پناه غوښتونکي په زوره مجبوره کړي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نېټې افغانستان ته ستانه شي.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت کورنیو چارو وزیر وړمه ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، لومړی غیرقانوني کډوال او بیا هغه کډوال وباسي چې ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې ورته د اوسېدو کارتونه ورکړي.

خو افغان کډوال وايي، دا سخته ده چې په څو ورځو کې میلیونونه کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شي. دوی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړي چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي ترڅو په خپله پرېکړه بیاځلې کتنه وکړي.

پاکستان کې د افغان کډوالو حقونو مدافع احمد افغان وايي:« پکار دا ده چې د افغانستان حکومت لوړپوړي چارواکي راشي او د پاکستان له حکومت سره له نږدې دا مسله  سیاسي او ډيپلوماتیکو لارو حل کړي، ترڅو په پاکستان کې افغان کډوال چې په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي، د سیاست ښکار ونه ګرځي.»

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په تيرو څو ورځو کې څه باندې ۷زره افغان کډوال له ایران او پاکستان په زوره او په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې ځینو ویډیوګانو کې ښکاري چې پاکستاني چارواکي له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي او هېواد ته یې د ستنېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist