Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

د بهرنیو چارو سرپرست ترکیې په رسمي سفر تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/30

د اسلامي امارت ویاند ذبیح مجاهد وايي، ترکیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر مشرۍ د افغان لوړپوړي پلاوي د سفر اصلي موخه له ترکیي چارواکو سره لېدنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر څرنګوالي بحث او په افغانستان کې د پانګونې جلب ښودل  دی.

مجاهد زیاته کړې:« سفر یې څو موخې درلودې او د ترکیې له چارواکو سره د لېدو کتو پلان یې هم درلود، چې د دواړو هېوادونو د نږدې کېدو او سوداګریزه برخه کې پر راکړې ورکړې به هم خبرې وشي. بله دا چې هلته افغان سوداګر او پانګونه وال لرو له هغوی سره خبرې، د هغوی د ستونزو د هوارولو او دلته ورته د زمینې د برابرولو په اړه به هم خبرې وشي.»

د بهرنیو چارو سرپرست ترکیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي هغمږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لېدنه کې، په امنیت، مخدره توکو سره د مبارزې، روغتیا، سوداګرۍ او ګڼو برخو کې د افغان حکومت لاسته راوړنو یادونې کړې.

متقي له نړیوالې ټولنې سره پر رغنده اړیکو ټینګار کړی او د نړیوالو له لوري پر افغان حکومت د بندیزونو وضع کولو او د افغانانو د شتمنیو کنګول یې د اړیکو ترمخ لوی خنډ بللی.

د بهرینو چارو وزارت وايي:« له دې هر څه سره سره نړيوالو د دې کړنو د تقدير پر ځای تل یو طرفه غوښتنې کړي. د شعاري موضوعاتو په بهانه یې د افغانستان شتمنۍ کنګل او بنديزونو لګولو سره یې د ولس مجازاتو ته مخه کړې چې دا د رغنده تعامل لپاره خنډونه جوړوي.»

په دې لېدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي هم ترکیې ته د افغان پلاوي له سفره خوښي ښودلې او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر زیاتېدو یې ټینګار کړی.

د بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې له افغان ډېپلوماتانو او په استانبول ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ له کارمندانو سره لیدلي  او د چارو د سم ترسراوي لپاره یې سپارښتنې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي:« ترکیه او روسیه، چین او هندوستان  غواړي چې افغانستان کې د امن فضا خپره شي او دوی د خپلې سوداګریزې او اقتصادي پانګونې له ادرسه ملي ګټې خوندي کړي.»

په ورته مهال د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په استانبول کې د آی.ایچ.ایچ خیریه بنسټ له مشر سره په لېدنه کې له افغانستان سره د دې بنسټ له مرستو مننه کړې او د فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist