دولسي جرګې د ټاکنو په اړه د شکایتونو شمیر تر لسو زرو ورسید.
د تاکنیزو شکایتونو کمېسیون ډاډ ورکوي چې د شکایتونو څیړل به د لومړنیو پایلو اعلان ونه ځنډوي خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، ددې احتمال شته چې د پایلو اعلان وځنډیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هیله لري چې د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان شي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د خلکو د شکایتونو د ثبت وخت وړمه شپه پای ته رسیدلی دی.
په دې موده کې له لسو زرو زیات شکایتونه ثبت شوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار یې سخت کړی دی.
دغه کمیسیون زیاتوي چې تر دیرش عنوانه زیات شکایتونه ثبت شوي چې حجم يي ډير زیات دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي چې په ټاکلې نیټه چې د لړم نولسمه ده لومړنۍ پایلې به ولس ته اعلان کړي خو په ورته وخت کې کمېسیون پیچلی سیسټم هغه څه بولي چې په خبره یې ممکن د پایلو اعلان وځنډ وي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بیا ډاډه دی٫ چې لومړۍ پایلې به په خپل وخت اعلان شي.
ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسی جرګې ټاکنو کې ثبت شویو شکایتونو د څیړلو لپاره پنځلس ورځې موده ټاکلې خو د شکایتونو په زیاتیدو به ښايي دا موده پنځلس ورځې نوره هم وغځول شي.