د ټاکنو کمېسیون د پرله پسي خبرداریو سره سره نوماندانو لا هم خپل کمپاني پوسټرونه او عکسونه له ښار او واټونو نه دي ټول کړي.
کمېسیون نوماندانو ته خبرداری ورکړی و که چیرته خپل عکسونه ټول نه کړي نغدي جریمه به یې کړي، خو د یو شمیر نوماندانو له لوری تر اوسه پورې په دې تړاو کوم مثبت ګام نه دی اخیستل شوی.
عام خلک وايې، هغو نوماندانو چې پیل یې په سرغړونو کړی دوی ترې د مثبتو کارونو تمه نه لري.
له ټاکنو څو ورځې تیرې شوي خو ښار کې د نوماندانو راځړیدلي عکسونه او پوسټرې په خپل حال پاتې دي.
عام خلک بیا د نوماندانو پاتې شوني نور د ښاري نظم د ګډوډۍ سبب بولي، دوی وايي، نوماندانو له پیله قانون تر پښو لاندې کړی نو ځکه خو د بریا په صورت کې هم له نوماندانو د مثبتو چارو تمه نه لري.
ټاکنو خپلواک کمېسیون وړاندې تر دې نوماندانو ته خبرداری ورکړی وچې د ښار له واټونو دې خپل عکسونه او پوسټرونه ټول کړي خو نوماندانو د کمېسیون دغه خبرداری بابیزه ګڼلی.