Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: د سولې فرصت باید ضایع نه شي

admin by admin
2020/02/18

د بین الافغاني خبرو لپاره ځېنې ستونزې سر له اوسه محسوسیږي .

بین الافغاني خبرې د امریکا سره تر هوکړې وروسته د لسو ورځو په موده کې پیلیږي، خو د طالبانو د بندیانو د ازادیدو شرط او د پلاوي په برخه کې موجوده ستونزې دا اټکل زیات یقیني کوي چې بین الافغاني خبرې به په ځنډ سره پیل شي.

افغان حکومت له لوري د پلاوي په جوړښت کار روان دی او ممکن ځېنې تغیرات په کې رامنځته شي خو وضاحت نه ورکوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي داسې وویل (( طالبانو سره د حکومت مذاکره کوونکی ټیم به د افغانستان د خلکو استازولي وکړي، په خورا زیات دقت او مسوولیت به پرمخ ځي. د پلاوي د صلاحیتونو او مسوولیتونو په باب اوسمهال مشورې روانې دي.))

د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د پلاوي جوړښت باید ژر او په دقت سره وشي او د تخریب لپاره باید هیچا ته موقع ورنکړل شي.

افغان حکومت د بندیانو د ازادیدو لپاره مهم مسولیت هم په غاړه لري چې بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي، خو ارګ تر اوسه د پنځه زره طالب بندیانو په اړه څه نه وايي.

له دې سره طالبان وايي، د بندیانو خلاصون له امریکا سره په لاسلیک کېدونکې مسوده کې شامل دي.

ملګري ملتونه چې د روانې پروسې مهم ادرس بلل کیږي ټینګار لري چې له فرصت دې ګټه پورته شي او د فرصت ضایع کوونکي به څوک ونه وبښي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس داسې ویلي (( د افغانستان د سولې لپاره غوره او مهم فرصت رامنځ ته شوی، دا فرصت باید ضایع نشي. که د سولې رامنځ ته شوی فرصت ضایع شو، نو هېڅوک به د فرصت ضایع کوونکي و نه بښي. پر پاکستان هم غږ کوو چې د افغان سولې لپاره حقیقي همکاري وکړي او افغانان باید له روان خونړي وضعیت څخه بهر شي.))

د بین الافغاني خبرو لپاره تر اوسه ځای هم نه دی کره شوی، خو جرمني او ناروې یې د کوربتوب ژمنه کړې خو ډېر احتمال شته چې لومړنۍ ناسته به ناورې هېواد کې وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist