په افغانستان کې سږ کال ژمی داسې مهال په رانږدې کېدو دی، چې میلونونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب او د کورونو ګرمولو لپاره د امکاناتو له نشتوالي سره مخ دي.
د دې خلکو یوه برخه يې تازه د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې قربانیان دي چې سخت ژمی په مخکې لري، خو خپلې سرپناوې، معشیت او هر څه يې له لاسه ورکړي.
د ملګرو ملتونو اوړندو موسسو په همدې اړه د اندېښنو په شريک کولو سره ویلي، چې په سیمه کې پاتې ژوندیو کسانو ته لازمې مرستې نه دي رسول شوي او د ژمي له داخلېدو مخکې يې باید د سرپنا او خوړو ستونزو حل شي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي:« وخت د تېرېدو په حال کې ده؛ خو اړینې او لازمې مرستې په کافي اندازه نه دي ترسره شوي. د هرات زلزله ځپلې کورنۍ په را روان ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو او د خپل ژوند چارو د بېرته رغولو لپاره بېړنیو اړینو مرستو ته اړتیا لري.»
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي:« هرات کې زیامنې شوې کورنۍ سرپنا ته جدي اړتیا لري. ژمی د را رسېدو په حال کې دی، چې دا به د یادو کورنیو لپاره ډېر سوړ ژمی وي. دغه کورنۍ اوبو، خوړو، سړک او د ښه ژوندانه نورو معیشتونو ته جدي اړتیا لري.»
د خوړو نړیوال پروګرام هم د يادو کورنيو وضعيت ته په کتو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، په هرات کې اوس هم خلک له احتمالي زلزلې په وېره کې دي او پر مرستو د ټينګار ترڅنګ د کورنيو او معشیت له لاسه ورکول يې سخت حالت بللی.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیواله اداره وايي:« دوې اوونۍ کېږي، چې د افغانستان لوېدیځ هرات سختې زلزلې ځپلی او زیانمن شوي اوسېدونکي یې په ډار او د ژوند په سخت حالت کې ژوند تېروي. په سیمه کې د کور او ژوند له لاسه ورکول زړه ماتوونکی حالت رامنځته کړی.)»
خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا ډاډ ورکوي، چې زیانمنو خلکو ته يې یو لړ مرستې رسولي او د نورو په لېږد او تنظیم جدي کار روان دی، څو د ژمي پرمهال خلک له ستونزو وژغوري.
د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې دوه اوونۍ وړاندې سختې زلزلې نږدې درې زره کسان شهیدان او زرګونه نور ټپیان کړل.
د سرپرت حکومت په ګډون ګڼو هېوادونو، افغان سوداګرو او عامو خلکو خپلې پراخه مرستې له یادو کورنیو سره اعلان کړي، خو دا چې دا مرستې به په کوم ډول او کومو مواردو زیانمنو کورنیو ته ورسول شي، هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.