Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سیګار: د افغانستان ښوونيز سيستم له ګواښ سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/23

د افغانستان بیارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې د افغانستان ښوونیز سيستم له جدې مالي ننګوونو سره مخ بللی دی.

راپور کې ویل شوي، که څه هم امريکا د دې هېواد ښونیزو بنسټونو ملاتړ کړی، خو پر دې سر بېره هم د دولتي ښوونځيو سيستم نيمګړی پاتې دی.

راپور کې  انديښنه ښودل شوې چې له سرپرست حکومت سره پر نړيوالو مرستو بندیز او د مالي لښګوتونو نه راټولېدل به د دې هېواد ښوونیز بهیر له جدي ننګو سره مخ کړي.

د راپور یوه برخه:« طالبانو ته  د بهرنيو مرستو پر ورکړې د بنديز او د بهرنۍ مالي بسپنې د نه راټولېدو له امله دا مالومه نه ده، چې طالبان به څنګه د نورو اضافي ټولګيو، د ښوونکو معاشونو او د ښوونځيو عادي لګښتونو لپاره مالي امکانات پوره کړای شي. که څه هم امريکا او نور نړيوال مرستندويان او نور د  خصوصي ښوونځيو ملاتړ کوي، خو بیا هم  د افغانستان د عامه ښوونځیو سیسټم نیمګړی پاتې دی او د لګښتونو لپاره د مالي سرچینو د نشتوالي له امله زوال سره مخ دی.»

تحليل کوونکي د سيګار خپور کړي راپور ته په اشارې وايي،  د نجونو پرمخ د ښونځيو بندښت پريکړې دوام د مالي ملاتړ کوونکو شمیر کم کړی او په خبره یې دا چاره د افغانستان ښوونیز بهیر پر زيان  ده.

 د سياسي چارو تحلیل کوونکی واحد فقیري وايي: « دا چې سیګار وايي د افغانستان تعلیمي نظام له زوال سره مخ دی، زما په نظر دا څرګنده او رښتیا خبره ده او طالبانو په رښتیا هم د افغانستان د تعلیمي نظام خرابولو ته ملا تړلې ده، له دوو کلونو راهیسې چې دوی راغلي متواتر یې په تعلیمي نظام ګوزارونه کړي دي.»

خو پوهني وزارت د سګار خپور کړی راپور بې اساسه بولي او وايي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې يې ښونیز سيستم د فعال ساتلو لپاره ځانګړې پالیسې جوړه کړې او اوس مهال په ټولو لايتونو کې د کليوالي او دولتي ښونځيو ټولې چارې له خنډ پرته جريان لري.

د پوهنې وزارت د نشراتو مشر منصور احمد حمزه وايي: « موږ د افغانستان د سیمه‌ییزو ښوونځيو په اړه سیګار ادارې راپور بې بنسټه بولو او یادونه کوو چې د افغانستان اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت وروسته د پخوا په پرتله د ټول هېواد ښوونیزو بنسټونو په ځانګړي ډول کلیوالي ښوونځيو د درسونو د کیفیت لوړولو او د ښوونیزو اسانتیاوو په برخه کې خورا زیات ښه والی راغلی. د پوهنې وزارت مشرتابه د یادې موضوع د بنسټيز حل په موخه یو درې کلن عملیاتي پلان او چوکاټ جوړ کړی دی چې همدا اوس د یاد وزارت کارپوهان او مرکزي کاري ټيمونه په ولایتونو کې د وضعیت په هراړخیړ تحلیل بوخت دي او ترڅ کې به یې زموږ د ښوونیز نظام ټولې اړتیاوې پوره او د لویو پرمختګونو شاهدان به واوسو.»

سیګار داسې مهال راپور خپروي چې وړمه ورځ اروپايي ټولنې د راتلونکو دوه کلونو لپاره د خوړو له نړيوال پروګرام سره د ۹.۹ ميليونه ډالرو په ارزښت هوکړه لاسليک کړه، چې له مخې به يې ياد سازمان په ښونځيو کې ۹۰۰ زره هلکانو او ۸۵۰ زره نجونو لپاره خواړه چمتو کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist