Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 وېسټ: د افغانستان ستونزې حل لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي

وېسټ افغانستان کې د خوراکي توکو خوندیتوب پر پیاوړتیا ټېنګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/22

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د خوړو نړيوال پرواګرام له مشرتابه او دغه راز د خوړو او کرنې نړيوال سازمان له مشرانو سره په کتنه ويلي، د افغانانو د ملاتړ لپاره په دې هېواد کې د خوراکي توکو خونديتوب او تقويه کول مهم او اړين دي.

هغه زیاته کړې:«د خوړو نړيوال پروګرام او د خوړو او کرنې نړيوال سازمان چې میلیونونو افغانانو ته ژوند ژغورونکي کرنیزو او خوراکي توکو مرستې رسوي، د دوی له مشرتابه سره خبرې اترې وکړې. د افغانستان له خلکو نه د ملاتړ لپاره د هېواد خوراکي توکو خوندیتوب او تقویه کول مهم دي.»

بل لور ته په افغانستان کې د اورپايي تولنې شارژدافیره رافایلا یودیس وايي، په لومړنيو ښوونځيو کې د افغان نجونو او هلکانو د خوراکي توکو ملاتړ په موخه يې د خوړو له نړيوال پروګرام سره د ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړی.

هغې زیاته کړې:« نن ډېره خوشاله يم چې ووايم، موږ د خوړو له نړيوال پروګرام سره په لومړنيو ښوونځيو کې د دوه ميليونه نجونو او هلکانو د ملاتړ لپاره د لوږې مخنيوي په موخه قرارداد لاسليک کړی.  دا قرارداد يوې مياشتې لپاره د۱۰ ميليونه ډالرو ارزښت لرونکی دی او دا افغان ماشومانو ته د پاملرنې په برخه کې د خوړو نړيوال پروګرام او اروپايي ټولنې يو بل ثبوت دی.»

خو د نړيوالو بشري مرستو سره سره لا هم په کابل کې ګڼ شمېر کورنۍ د يوه وخت لپاره خوراکي توکي نه لري.

 دوی دغه راز د خوراکي توکو د مرستې د ورکړې پر ځاې دوی ته د دايمي کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

 د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « بېکاري ده، کار او غریبي نشته، زه خپله خټګر وم او اوس کراچيواني کوم. کار نشته، مارکېټ ته چې ځم که د۲۰ یا ۵۰ افغانیو کار وي خلک دې له مجبوریته ګټه اخلي او وايي ۱۰ افغاني درکوم. موږ هم چاره نه لرو او باید ورسره یې ومنو.»

تحليل کوونکي هم د نړيوالو بشري سازمانونو په دوامدار مرستو ټينګار لري.

 د دوی پر  باور په افغانستان کې اوس همال ګڼې کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او که ملاتړ يې ونه شي نو انديښنې شته چې بشري بحران به رامنځته شي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ادريس ځاځی وايي: « په درېیو وخته ډوډۍ کې د یوه وخت نه درلودل هغه اندېښنې دي چې باید ملګري ملتونه یا هغه سازمانونه او ارګانونه چې په دې برخه کې کار کوي جدي پاملرنه ورته وکړي، ځکه له یوې خوا د خوړو کمښت یا د حلال رزق د ګټلو لپاره د زمینې نشتوالی له بلې خوا د هوا سړېدل او د ګاونډيانو چلن ټولې هغه ستونزې دي، چې نړیوال او هغه موسسې چې په دې برخه کې کار کوي جدي اقدامات وکړي، که نه نو خدای مه کړه افغانان به له یوه لوی ناورین سره مخ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو اړونده ادارو ويلي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک د فقر جدي ګواښ سره مخ دي او په دې برخه کې د نړيولو سازمانونو د دايمي ملاتړغوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist