Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چين ولسمشر: د یوې لارې او یوه کمربند ۱۰ کلونو هڅو پایله کې د نړيوالو همکاريو یوه شبکه رامنځته شوې

د چين ولسمشر: د یوې لارې او یوه کمربند ۱۰ کلونو هڅو پایله کې د نړيوالو همکاريو یوه شبکه رامنځته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/19

د چين په کوربتوب د يوې لارې او یوه کمربند درېيمه ناسته دوام لري. دې ناستې ته د افغانستان په  ګډون د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتين او د ۱۳۰  نورو هېوادونو استازي او لوړ پوړي چارواکي هم وربلل شوي دي.

په دې غونډې کې د چين ولسمشر شي جین پينګ د یوه لاره یو کمربند  په اړه د يوې لسيزې هڅې له لاسته راوړنو ډکې وبللې او زياته يې کړه، چې د يادو هڅو په  پایله کې په نړيواله کچه د هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه شبکه رامنځته شوې.

شي جین پينګ دغه راز ياده لويه پروژه د اقتصادي پیوستون د پراختيا، په سوداګرۍ او مالي برخو کې د ګډې همکارۍ لپاره ګټوره ياده کړه.

هغه زیاته کړه:« یوه لاره  او يو کمربند د پيوستون پر پراختيا، پالېسيو، زيربنا، سوداګرۍ، مالي همکاريو او د خلکو ترمنځ د پيوستون پر پراختيا باندې تمرکز کوي، د نړيوال پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي او نړيوالو اقتصادي همکاريو لپاره مکانېزم معرفي کوي. په دې لسو کلونو کې توانېدلي يو، چې د پيوستون نړيواله شبکه رامنځته کړو.»

 د اقتصادي چارو شنونکي دا دول ناستو کې د سرپرست حکومت د استازي ګډون له ارزښت او ګټې خالي نه بولي او پر باور يې په دې ناسته کې به د سرپرست حکومت استازی وکولی شي، له دې لارې په ګټې اخېستنې سره د نړيوالې پانګونې جذب ته زمينه برابره کړي.

 د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « په اقتصادي لحاظ دا د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده او د پانګونې لپاره چین او نور هېوادونه کولی شی چې په افغانستان کې په ډېره اسانه طریقه پانګونه وکړي، دا د فقر او بې وزلۍ د له منځه وړلو او په اقتصادي برخه کې مثبت رول لري او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.»

د يوه لاره او يو کمربند په دې ناسته کې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست شتون لري او د هغه پريکړو برخه به وې چې په دې غونډه کې پرې هوکړه کېږي.

خو د اقتصادي چارو شنونکي بیا ټېنګار پر دې کوي چې  د هيواد استازی بايد د چين د پانګوونې په جذب کې محتاطانه ګام پورته کړي او په هغو لارو چارو غور وکړي چې د چين پرتله يې د افغانستان د ګټې انډول دروند وي.

 د اقتصادي چارو شنونکی محمد آصف ستانکزی وايي: « موږ باید خپل ګاوندي پاکستان ته فکر وکړو چې دومره زیات د چین پوروړی دی چې اوس نه شي کولی چین ته یا ځواب ورکړي او یا یې پور تادیه کړي؛ نو په دې برخه کې د چین پانګونې ته باید جدی پاملرنه وشي ترڅو په ټولو هغو برخو کې چې افغانستان ورته اړتیا لري په هغې کې د پانګونې ښه مدیریت وشي دا به ډېره د افغانستان پر ګټه وي.»

سرپرست حکومت هم دې ناستې ته تمې لري او وايي یوه لاره او یو کمربند به وکولی شي د خپلې سوداګرۍ او توليداتو لپاره په خلیجي، مرکزي اسیا او اروپايي هېوادونو کې ښه بازار پیدا کړي.

د چین ولسمشر دې ناسته ته په وينا کې ويلي، د یوه لاره او يو کمربند ناسته د غړو هېوادونو د ګډو پلانونو او شريکو ګټو پر اساس ولاړه ده او هېڅکله هم د يوه هېواد ګټې نه تعريفوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist