له کابل وروسته د بلخ پوهنتون، ژورناليزم پوهنځي کې د اړیکو څانګه پرانيستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت معين تواب بالاکرزي بلخ پوهنتون کې د اړیکو د څانګې په پرانيسته کې وويل، چې دغه څانګه د امريکا متحده ايالاتو او نبراسکا پوهنتون په مالي او تخنيکي مرسته پرانيستل شوه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د اړیکو څانګو جوړول د اوسني عصر مهمه اړتيا ده او په خبره يې چې لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي؛ څو د هيواد په نورو پوهنتونونو کې هم دغه پروګرام پيل کړي.
افغانستان کې د نبراسکا پوهنتون د تعليمي پروګرامونو مسوول حميد الله انوري شمشاد ته وويل، چې افغانستان کې د اړيکو د څانګو پيل کول له نړۍ سره د افغان ځوانانو د لا ډېر نښلولو په موخه رامنځته شوي دي.