Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندز کې د بېلابېلو جرمونو په تور سلګونه کسان نیول شوي

کندز کې د بېلابېلو جرمونو په تور سلګونه کسان نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/17

 د کندز ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، دغه ولایت کې په تېرو شااوخوا درې میاشتو کې په بېلابېلو جرمونو تورن سلګونه کسان نیول شوي چې ورسره جوخت امنیتي وضعیت ورسره ښه شوی دی.

د کندز امنیې قوماندانۍ امنیت آمر مولوي محمد رحیم ذالفقار وایي، د بد امنۍ ټغر یې ټول کړی او ټول هغه  کسان چې د ښار امن او نظم به یې ګډوډ کاوه، اوس په زندانونو کې پراته دي.

 د ذالفقار په خبره، ډېری نیول شوي کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د خلکو په همکارۍ یې نیولي او د لا زیاتې مرستې غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې:« په کندز کې د جرمونو کچه ډېره ټيټه شوې ،خو دا موږ ته د قناعت وړ نه ده. زموږ هڅه دا ده چې د جرمونو کچه صفر ته راشي او صفر ته د راوستلو لپاره د ملت همکارۍ ته ډېره اړتیا ده. موږ له دوی همکاري غواړو ترڅو د ملت امنیت خوندي وي.»

سوداګر او عام خلک هم د مسوولینو هڅې ستایې او وایي، د تېر وخت پرتله د کندز او لویو لارو دا مهال امنیت ټینګ شوی دی.

یو تن سوداګر عبدالمتین یوسفزی وايي:« له مسوولینو او په ځانګړې ډول له قضايي ارګانونو مو غوښتنه دا ده، چې مجرمینو ته جزا ورکړي، داسې  نه شي چې نن ونیول شي او سبا بېرته خوشې شي. هغه څوک چې جرم کوي او ثابت شي نو خپله جزا باید وویني څو د جرم کچه ټیټه شي.»

د کندز یو اوسېدونکی وايي: « مخکې په کندز کې غلاوې وې او اختطافونه وو، له امنیه قوماندانۍ غواړو چې هر کس چې ګیر شي نو باید بندي شي، اول زه شخصاً پر ما چې جرم ثابت شو باید بندي شم، داسې نه چې ونیول شي او بېرته يې خوشې کړي.»

مولوي ذالفقار پر خلکو غږ وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ لا جاري وساتي او هغه کسان چې په ورانکاره کړنو کې لاس لري باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ذالفقار زیاتوي: « موږ د کندز ولس ته ډاډ ورکوو چې کشفي او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د دوی په خدمت کې دي. زموږ چک پواینټونه او سیارې ګزمې په ښار او اطرافو کې جریان لري. موږ له دوی غواړو چې چېرته مجرمین وویني او په اصل کې مشکوک خلک وي؛ نو موږ ته پر وخت خبر راکړي څو کشفي او امنیتي ځواکونه پر وخت اقدام وکړي او مجرمین ونیسي.»

کندز کې داسې مهال امنیتي مسوولین د ډاډمن امنیت خبره کوي چې دلته به ډېرې غلاوې روږدو کسانو کولې خو د امنیې قوماندانۍ دغه ولایت له روږدو کسانو پاک کړی او دا مهال ورته  منظم کمپ جوړ شوی چې سلګونه روږدي په کې تر درملنې لاندې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist