د قطر لومړي وزیر اوبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو سره کتلي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ناسته کې دواړو لورو افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو پر سر خبرې کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، آل ثاني له افغانستان سره د قطر ژمنې بیا تازه کړې او د ثبات لپاره د ملګرو ملتونو هڅو ملاتړ یې کړی دی.
د خبرپاڼې یوه برخه: « لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر دغه ناسته کې د افغانستان د خلکو په وړاندې د قطر ټینګ ملاتړ او دریځ بیا تازه کړ ترڅو دوی وکولی شي پرمختګ او سوکالي ترلاسه کړي. هغه همدارنګه په افغانستان کې د امنیت او ثبات رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړ.»
دا چې اسلامي امارت له قطر او قطر بیا له نورې نړۍ سره ښې او مثبتې اړیکې لري نو د شنونکو په باور د یاد هېواد چارواکو ورته څرګندونې د افغانستان په ګټه او کولی شي نور هېوادونه له افغانستان سره ښو اړیکو ته وهڅوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« دا چې نړیوالو سره خبرې اترې کوي او نړیوال هم په قطر باور کوي، ځکه چې نږدې اړیکې لري او د زبرځواکو هېوادونو، لکه امریکا او بریټانیا سفارتونه هم په قطر کې فعاله دي؛ نو کله چې دوی وايي موږ یې ملاتړ کوو او په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو نو هرومرو نور هېوادونه هم دې ته پاملرنه کوي او دا د افغانستان د دولت او ملت په خېر ده.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر بیا په دې باور دی چې قطر کولی شي د افغانستان ستونزو حل کې مهم رول ولري او د یوه بې طرفه هېواد په ډول له افغانانو سره ښه برخلیک کې مرستې وکړي.
پیګیر زیاتوي: « قطر کولی شي د افغانستان د قضیو په هوارولو کې بنسټيز رول ادا کړي.»
دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د قطر له ملاتړ مننه کړې او په افغانستان کې یې د ثبات او سولې پر سر ټینګار کړی.