د بغلان ولایت مرکز پلخري ښار کې د امام زمان پر جومات د تېرې جمعې ورځې چاودنې، چې له امله يې ۷ تنه لمونځ کوونکي شهيدان او ۱۵ نور ټپيان شوي، بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا دغه بريد ترهګريز او د ټولو انساني نورمونو خلاف او د نه توجيح وړ عمل بللی دی.
یادې شورا ټينګار کړی دی چې د دې پېښې عامل بايد پيدا او سخت مجازات شي.
د سیاسي کارپوهان د يادې پېښې په ګډون روان کال کې ترسره شوي ورته خونړي بريدونه د يوې ډلې له توان وتلی کار بولي او زياتوي، چې د يادو بريدونو تر شا حتما د سيمهييزو او نړيوالو استخباراتو لاسونه موجود دي.
د سياسي چارو کارپوه موسی سعادت وايي: « زه ویلی شم چې اوس هم داعش یوازې او یوازې د طالبانو د ځپلو او پر دوی د فشار راوړلو لپاره همدا د پاکستان او سیمې د استخباراتو لوبه ده، چې پرمخ یې وړي او اکمالات، تجویز او تمویلوي یې څو پر طالبانو فشارونه وارد کړي.»
ځينې نور بیا په افغانستان کې د خونړيو بريدونو منشا له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پر ترينګلتيا پورې تړي او وايي، هغه مهال چې د افغانستان او يادو هېوادونو مناسبات خراب شي، نو افغانستان يې بيه په خونړيو بريدونو کې په لوړو تلفاتو سره پرې کوي.
د سياسي چارو کارپوه حکمتالله حکمت وايي:« وروستۍ پېښې دا ثبتوي چې داعش نه بلکې یوه استخباراتي لوبه ده او دا اوس هم زموږ د ګاونډي پاکستان له لوري د ګواښ یوه سرچینه ده، چې د افغانستان چارواکي په ځانګړې ډول استخباراتي اداره باید ورته پاملرنه وکړي.»
خو د افغانستان سرست حکومت بيا په افغانستان کې هغه عناصر ناتوانه بولي، چې په ترسره شویو خونړيو بريدونو کې يې لاس دی.
د چارواکو په خبره ياد عناصر او په ځانګړې توګه داعش محاربوي ځواک وېل شوی او پر باور يې د خپل ضعف ښودنې په موخه، د ملکيانو د راټولېدو ځايونه او يا هم مقدس اماکين په نښه کوي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي:« دا چې په یوه لرې ولایت کې چاودنه کېږي، د دې مانا دا ده چې دوی بل ځای یا موخې ته رسېدلی نه شي او دومره ځواک او قوت هم نه لري، مسجد کې چاودنه کول د یو ماشوم کار هم کېدلی شي یعنې یو ډېر کمزوری کس هم دا کار کولی شي؛ خو بیا هم ان شاءالله د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه ورته متوجې دي ډېر ژر به یې ځاله پيدا او د سزا په عمل به یې رسوي. دا کومه د وارخطايي خبره نه ده او نه د دې مانا لري چې دوی په قوت کې دي.»
د روان لمريز کال په لړ کې د بغلان پر پېښې سربېره څو خونړي بريدونه شوي، چې پر لسګونه ملکي وګړو سربېره يو شمېر حکومتي لوړو چارواکو هم په کې ژوند بايللی دی.