د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ایرانه د تلې میاشتې پر ۲۰ نېټه ۳ زره او ۵۲۷ تنه افغان کډوال په جبري او داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د یادو کسانو له ډلې یې مستحق هغه د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.