د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو د دوام په لړ کې دا ځل جاپان د سره صلیب د نړیوال فدراسیون په غوښتنه په افغانستان کې د خپل سفارت له لارې مرسته کړې، چې په دې مرستو کې خېمې، کمپلې، توشکې، ترپالونه او نور توکي شامل دي.
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د دغو مرستو د سپارلو پر وخت په هرات کې له زیامنو افغانانو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ، په راتلونکي کې د خپل هېواد د لازیاتو همکاریو او مرستو د دوام خبر ورکړ.
اوکادا زیاته کړې:« موږ پوهېږو چې په هرات کې زرګونه کورونه له منځه تللي او ګڼ شمېر افغانان بې کوره شوي دي. موږ هېله من یوو چې دغه مرستې به له هغو کسانو سره څه نا څه مرسته وکړي، چې په وروستیو زلزلو کې یې ډېر څه له لاسه ورکړي، چې نن یې موږ دغه مرستې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارو، چې دوی به یې پر زیامنو کسانو ووېشي. دا به له زیانمنو سره د جاپان وروستۍ مرسته نه وي.»
د افغان سره میاشتې مسوولین د جاپان له دې مرستې د مننه ترڅنګ له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې په دې سخت وخت کې د هرات له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې ونه سپموي.
د دې ټولنې د عملیاتي برخې مرستیال عبداللطیف ثابت وایي، تر دې دمه ورسره لسګونه مرستندویه بنسټونو مرسته کړې چې ډېر ژر به يې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې وویشي.
د دې ترڅنګ افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوال فدراسیون استازی نېسفور مګېنډې وایي، په هرات کې وضعیت ناوړه دی چې په خبره یې د پېښ شوي وضعیت د کنټرول لپاره د نړیوالو نورو مرستو ته بېړنۍ اړتیا لیدل کیږي.
هغه زیاتوي:« د جاپان له لوري ترسره شوې دغه مرستې به په هرات کې د زلزله ځپلو د ناوړه وضعیت په ښه کولو کې یو څه مرسته وکړي. جاپان نه یوازې نن بلکې په تېر کې هم له اړمنو افغانانو سره مرستې کړي، چې د پکتیکا د تېرکال له زلزله ځپلو سره مرستې یې یوه بېلګه ده. د دې ترڅنګ موږ په هرات کې د زلزله ځپلو بد وضعیت د راکابولو په موخه په بېړني ډول نورو نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو ترڅو ورسره پیښ شوی بد وضعیت کنټرول کړو.»
د دې ترڅنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ د هرات په زنده جان، انجیل او نورو زلزله ځپلو سیمو کې د روان ناوړه بشري وضعیت د کابو کولو لپاره د څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.