غور کې طالبانو پیغله او ځوان له کوره د تیښتې په تور وژلي دي.
وسله والو طالبانو غور ولایت کې یوه پیغله او ځوان له کور څخه د تیښتې په تور وژلي دي .
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايې، دغه دوه کسان د شهرک ولسوالۍ څخه مرکز غورته پرلاره وه چې طالبانو د دولینې او شهرک ولسوالیو ترمنځ له موټره کښته کړې او ځای پرځای يې وژلي .
خطیبي وايې، ښځې له یوه بل کس څخه طلاق اخیستی و او اوس يې د یوه بل ځوان سره نکاح تړلي وه چې شهرک ولسوالۍ کې د پولیسو د یوه سرتیري سره جوړه راغلي وه او له کوره تښتیدله چې د طالبانو لاس ته ورغلې
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.