د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د تلې پر ۱۹ مه) د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د ګټې اخېستنې په اړه جوړو شویو مراسمو کې یو ځل بیا په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې پر ناوړه چلن سخته نیوکه وکړه.
عباس ستانکزی وايي، له افغان کډوالو سره روان چلن د هغه تړون خلاف دی، چې د داوړو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ ترمنځ شوی دی.
ستانکزي زیاته کړې: « موږ په جدیت سره د دواړو ګاونډيو هېوادونو له حکومتونو او له امنیتي ځواکوانو دا ېیله کوو چې ژر تر ژره د کډوالو نیول بند کړي، زندانیان بېرته خلاص کړي. دا کوم عمل چې دوی کوي دا خلاف د هغه پرتوکول او قرارداد دی چې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د (یو.این.ایچ.سي.ار) ترمنځ لاسلیک شوی وه.»
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د ملګرو ملتونو د کډوالو له ستر کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې اترې کړې دي.
درانی وايي، د یادو خبرو اصلي محور په افغانستان کې د هغو لارو چارو پیدا کول وو، چې په داوطلبانه ډول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
درانی زیاتوي:« نن مو په جینوا کې د کډوالو له ستر کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت او افغانستان ته د هغوی د داوطلبانه ستنېدو د عواملو د رامنځته کېدو په اړه خبرې اترې وکړې.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شمېر محمد عباس ستانکزی ټينګار کوي، چې پاکستان د افغان کډوالوسره د پیل کړي چلن له لارې غواړي د افغانستان پر اوسني حکومت سیاسي، اقتصادي او نور فشارونه وارد کړي.
د عباس ستانکزي په خبره، که ګاونډي هېوادونه هر ډول ستوتزې لري، دوی ورسره مرستې کولو ته چمتو دي؛ خو د اسلامي امارت ځینې د ضعف نقطې دې د ابزارو په توګه نه کاروي.
هغه زیاته کړه: « د سیمې هر هېواد او ګاونډی که وغواړي اسلامي امارت دې ته حاضر دی، چې دوی سره د امنیت او اقتصاد په ښه کولو او د سیاست په رغولو کې مرسته او همکاري وکړي؛ خو که څوک دا هڅه کوي چې د خپلو خلکو فکر او نظر او د نړیوالو نظر بلې خوا ته واړوي او بې ځایه تورونه لګوي زما په نظر دا د حل لاره نه ده او دا به ستونزې نورې هم زیاته کړي.»
د قوش تېپې کانال په دغو مراسمو کې سیاسي معین عباس ستانکزي پر ملګرو ملتونو او نړیوالو غږ وکړ چې د فلسطین پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه او زور زیاتی ودروي.
نوموړي زیاته کړه: « موږ له خپلو فلسطیني وروڼو سره خواخوږی لرو، دعا ورته کوو او همدارنګه په نړیوالوغږ کوو چې ژر تر ژره د اسرائیلو د ظلم مخه ونیسي او پر فلسطینیانو نور بمبار ونه کړي او زموږ مسلمان وروڼه ونه وژني ، که نه له دې به لویه لانجه او کشاله جوړه شي، چې بیا به یې مهارول د نړۍ او ملګرو ملتونو په وس کې هم نه وي.»
پاکستان د روانې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نېټې له یاد هېواد افغان کډوالو ته د وتلو مهلت ورکړی دی. د افغان حکومت له فشارونو او د نړیوالو تړونونو باوجود پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې روان چلن نه دی درولی او پر خپله پرېکړه ولاړ دي.