لسګونه امریکايي پوځیان افغانستان ته راځي.
نږدې سل امریکايي ځواکونه راتلونکې کال افغانستان ته راځي.
د امریکا پوځ ویلي، دغه ځواکونه د دې لپاره افغانستان ته راځي چې له سلاکارانو سره او د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي.
د امریکا د پوځ د قومندې مشر رابرت ابراهم ویلي، چې دغه سلاکار ځواکونه به د څو اونیو لپاره افغانستان ته راشي، چې خپلې زده کړې او روزنې له افغان ځواکونو سره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس ۱۴۰۰۰ د غوڅ ملاتړ سرتېري په افغانستان کې مېشت دي او د روزنې په ګډون افغان ځواکونو ته په عملیاتونو کې سلا مشورې ورکوي.