د نورو ولایتونو ترڅنګ په غزني ولایت کې هم د هرات له زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستو راټولولو کمپاين پيل شوی دی.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي، له خپلو زلزله ځپلو هېوادوالو سره د خپلې وسې مطابق مرستې ته لېوال دي او له نورو هېوادوالو هم غواړي، چې په هرات کې له زيانمنو شویو کورنيو سره مرستې وکړي.
د غزني یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ دلته راغلو او د هرات له زلزله ځپلو سره مو د خپل وس مطابق مرسته وکړه او له نور هېوادوالو هم غواړو چې خپلې وسې سره سم، له دوی سره مرسته وکړي.»
له دې سره هغوی چې د مرستو راټولو مسووليت يې پر غاړه اخېستی وايي، نه يوازې نغدي، بلکې د زلزله ځپلو کورنيو وضعيت ته په کتو د لومړنيو توکو راټولول يې هم د مرستو په راټولولو کې شامل دي.
د مرستو راټولوونکی نقيب يون وايي: « موږ له تېرې ورځې راهیسې کله چې په هرات کې خونړۍ زلزله رامنځته شوه او له امله یې ګڼ شمېر هېوادوال ټپيان او شهیدان شول؛ نو موږ د زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولو په موخه دا پرېکړه وکړه چې یوه کمېټه مو جوړه کړو او له دې لارې وکولی شو څو نغدي مرسته او همدارنګه د اړتیا وړ لومړني توکي راټول کړو.»
د غزني ځايي مسوولین بيا خبر ورکوي، چې د ياد ښار په بېلابېلو ناحيو کې يې د مرستو راټولولو صندوقونه اېښي دي.
دوی ټينګار کوي، چې په دغسې شرايطو کې بايد مرستې د قومي او سمتي تفکر پر اساس نه بلکې د ملي يووالي په حفظولو سره د انساني خواخوږۍ له مخې ترسره شي.
د غزني اطلاعاتو او کلتور رئيس حميدالله نثار وايي: « موږ د غزني ښار په ډیری برخو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په موخه خیمې او صندوقه کېښودل او له سهار راهیسې د غزني ډېری کسانو د خپل وس مطابق مرسته کړې. له ټولو هېوادوالو او په ځانګړې ډول د غزني له ولسونو مو هېله دا ده، چې د انساني خواخوږۍ له مخې د هرات له دغه غمځپلي ولس سره همکاري وکړي او د خپلې وسې سره سم، د هغوی لاسنیوی وکړي.»
که څه هم حکومت په هرات کې د زلزلې ځپلو کسانو تازه ارقام نه دي ورکړي، خو د تېرو خپرو شویو شمېرو له مخې، د هرات په زندهجان او نورو ولسواليو کې د خونړۍ زلزلې له امله شاوخوا څلور نيم زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.