Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 حکومت د سولې په اړه ملي او نړيوالې اجماع باندې کار پيل کړی

admin by admin
2020/01/29

افغان حکومت د سولې لپاره نړیوالې اجماع باندې عملي کار پیل کړی.

د طالبانو او امریکا د خبرو په اړه نوی پرمختګونه د اوس لپاره نه شته، خو د افغان سولې لپاره امریکایي استازی زلمی خلیل زاد په بروکسل کې د سولې په اړه په سلا مشورو او په دې اړه د مالوماتو په ورکړې بوخت دی.

د سولې وزارت وايي، په کور دننه بهرنیو سفیرانو سره لیدنې په دې موخه پیل کړي چې د سولې په اړه نړیواله او ملي اجماع غښتلې شي.

د امریکایانو او طالبانو په خبرو کې پرمختګونه هم زیات ځنډني ښکاري چې یوې بشپړې مطلوبې پایلې ته رسېدل سخت دی.

اوس په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د قطر خبرې سړې شوي دي خو نوې مرحله به د فشارونو وي.

له دې سره د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د څار ادارې مشر بیا ګانګرس ته د مالوماتو د ورکولو پرمهال ویلي، عادي ژوند ته د ۸۰ زره طالبانو راګرځول اسانه کار نه دی.

جان سوپکو ویلي، له طالبانو سره سوله ستونزمنه ده او د سولې ساتل تر سولې لا ستونزمن کار دی.

د هغه په باور په دې اړه تر ټولو مهم د امریکا، افغانستان او نورو متحدینو ګډه همکاري او د اختلافاتو ختمول دي.

د سیګار مشر جان ساپکو داسې ویلي (( د افغانستان خلک او د افغانستان بهرني ملګري به خامخا د سولې هوکړه‌لیک ملاتړ کوي خو دا ډول تړون به د بیارغونې هڅو پر وړاندې نا پلان شويو ننګونو ته لار هواره کړي، هغه بیارغونه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د امریکا، ایتلافي ملګرو او افغان حکومت له لوري شوې ده. دا ګواښونه به افغانستان کې پانګونه زیان سره مخ کړي او د بشري او پراختیايي پروګرامونو مخه به هم ونیسي.))

په غزني کې د امریکایي الوتکې نسکورېدو چې طالبانو ویلي دوی نسکوره کړې د سولې پروسې په مخ کې یو جدي خنډ بلل کېږي.

امریکا د خپل یو عسکر د وژنې په غبرګون کې درې میاشتې خبرې ودرولې خو د خبرو بیا پیل هم له ستونزو سره مخ دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist