Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قاسم خالد: د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې اسرائیل صفته کړنې نه ترسره کوي

قاسم خالد: د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې اسرائیل صفته کړنې نه ترسره کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/11

په کابل کې د سه شنبې پر ورځ‌ د (۱۴۰۲ کال د تلې پر ۱۸مه)  د لویې جرګې په تالار کې د علماء او متنفذینو ناسته د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لورې جوړه شوه، چې ګڼو دیني عالمانو او د کابل ښاریانو په کې ګډون کړی وه.

د کابل والي شیخ قاسم خالد ناستې د وینا پر مهال د افغانستان ګاوڼدیان اسرائیل صفته یاد کړل او په ایران او پاکستان کې یې د افغان کډوالو سره چلن د نه منلو وباله.

خالد زیاته کړه: «پاکستان دی او که ایران دی دا ۲۰ کاله او تر دې مخکې د دې دواړو هېوادونو مسلمانانو په هره برخه کې افغانستان د مسلمانانو ملاتړ کړی دی؛ خو د دې دواړو هېوادونو حکومتونه یقیناً اسرائیل پرسته خلک دي، دا کوم وحشت او ظلم یې چې نن پر افغانانو روان کړی دی دا د زغم وړ نه دی.»

د کورنیو چاروسرپرست وزیر سراج الدین حقاني بیا د اسلامي امارت مسوولین خلکو سره غوره چلن ته رابلل او زیاته یې کړه چې په تېرو دوه لسیزو کې د دوی پر وړاندې منفي پروفاګنډ شوی هغه څه چې ریښتیا نه ول.

حقاني زیاتوي: « دا چې تاسې د علماوو ترڅنګ پاتې شوي یاست او کوم عادتونه لرئ دا ستاسې دوښمنانو په خوراۍ او په زور بدل نه کړل او همدا لامل دی چې نن الحمدالله موږ او تاسې د نړۍ د دوښمنانو پر وړاندې په خپل دین او دیني مسوولیت کې ثابت پاتې شوې یو.»

د ناستې ولسي ګډونوالو بیا د اسلامي امارت مشرتابه هغه فرمان د پلي کېدو غوښتنه وکړه چې د خلکو پر مخ باید تل  د حکومتي ادارو دروازې پرانېستې پاتې شي.

 د کابل ګذر وکیلانو مشر ببرک ساپی وايي: « خلکو ته باید د مسوولینو دروازې خلاصې شي. که یو څوک یوې حوزې یا د یوه وزارت دروازې ته خپل شکایت وړي ورته وايي رابطه وکړه، نو رابطه څنګه وشي نه د موبایل شمېره شته، نه اړیکه شته او نه کومه پېژنګلوي شته، دا هر څه باید د امیرالمومنین له فرمان سره سم برابره شي، چې ویلي یې دي د هر وزارت او ادارې دروازه باید د خلکو پر مخ خلاصه وي.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي بیا له چارواکو وغوښتل چې بې ځایه مېلستیاو ته دې نه ځي او خلک یې د اسلامي امارت ننګې ته راوبلل.

حنفي زیاته کړه: « مسوولین دې زیات مېلمستیا ته نه ځي په ځانګړې ډول هغه کسان چې یوه ښه سابقه او تاریخ لري.»

د  ناستې ویناوالو او ګډونوالو پر فلسطین د اسرائیلو برید غندنې ترڅنګ په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې پر اسلامي امارت د بندیزونو پرځای همکاریو او اړیکو ته راوړاندې شي.)

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist