په هرات کې د مرګونې زلزلې له امله سلګونه کسانو ته د سر او مال له درانه زيان اووښتو وروسته، اوس په ټول هېواد کې له يادو زلزله ځپلو سره د نقدي مرستو کمپاینونو پيل شوي دي.
ریاست الوزرا د هرات له زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو د مرستې ترڅنګ، د مرستو رسولو، د مرستو د ویش او تنظیم په موخه د کلیو بیارغونې وزارت د مرستیال مولوي شریف الدین پر مشرۍ ګډ کمېسیون جوړ کړی او زیانمنو شویو کورنيو ته د بېړنیو مرستو د رسولو دنده ورسپارل شوې.
د ریاست الوزرا خبرپاڼې یوه برخه:« د دغه طبیعي ناورین له امله له زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې لپاره د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند ۱۰۰ میلیونه افغانۍ نقدي مرسته هم زلزله ځپلو ته ولېږله.»
د دې مرستو په لړ کې د افغانستان کرېکټ بورډ له زیانمنو سره د دوه میلیونه افغانیو مرستې ترڅنګ د نقدي مرستو د راټولو په موخه صندوق اېښی دی.
د دې ترڅنګ د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د نړیوال جام له سیالیو څخه ترلاسه کېدونکې خپلې ټولې پیسې زلزله ځپلو ته ځانګړې کړي.
د زلمي بنسټ او د پېښور زلمیانو کرېکټ لوبډلې مالک جاوید افریدي هم د۱۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارو د مرستې اعلان کړی دی.
د دې ترڅنګ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، محمدنبي عیسی خېل او پخواني لوبډلمشر اصغر افغان هم د دې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ له ټولو کورنیو او بهرنیو نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي:« د افغان کرېکټ بورډ مشرتابه او غړي د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د دوه میلیونه افغانیو مرستې اعلان کوي. د بورډ کارکوونکو او افغان لوبغاړو په ګډه زلزله ځپلو سره د مرستو د راټولو لپاره کمپاین پیل کړی، چې له راټولېدو وروسته به په سم ډول پر اغیزمنو کورنیو ووېشل شي.»
دغه راز په افغانستان کې د عزیزي بانک او د عزیزي ګروپ عمومي مشر د هرات له زلزله ځپلو سره ۲۰۰ میلیونه او د کام ایېر هوایي شرکت بیا۱۰ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان کړی دی.
د عزیزي ګروپ عمومي مشر ميروېس عزيزي وايي:« عزیزي بنسټ د هرات له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو په موخه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرستې ځانګړې کړې او د مرستو غوره ویش لپاره يې سیمې ته یو پلاوی لېږلی دی.»
بل پلو بیا په خوست، ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې عامو افغانانو د مرستو د راټولو په موخه د نقدي مرستو صندوقونه اېښي او د کندهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې په رضاکارانه ډول له ټپیانو سره د وینې ورکړې کمپاین پیل شوی دی.
په ورته مهال امریکا، سعودي عربستان، قطر، ایران، چین، جاپان، کاناډا او ګڼو نورو هېوادونو، ادارو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو په هرات کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې او د لازمو مرستو اعلان یې کړی دی.
د یادونې ده چې له قربانیانو سره تر دې دمه ټولټال شاوخوا درې سوه میلیونه افغانۍ مرسته راټوله شوې چې ښايي دغه مرستې په راتلونکو ورځو کې تر دې څو چنده لوړې شي.