Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غزني کې د الوتکې لوېدو مسوولیت طالبانو منلی

admin by admin
2020/01/27

طالبانو ویلي په غزني کې یې د امریکا یوه پوځي الوتکه ویشتلې ده.

غزني کې یوه بهرنۍ الوتکه لوېدلې چې په اړه یې ضد و نقیص راپورونه شته.

د غزني ولايتي چارواکي تائيدوي، چې ده یک ولسوالۍ کې یوه الوتکه لوېدلې ، خو دا چې څومره کسان پکې وژل شوي مالومه نه ده.

د سیمې خلکو د الوتکې د یو پيلوټ جسد موندلی او ویلي یې دي چې بهرنی دی.

په لومړيو کې ويل کېدل، چې دغه الوتکه د یو داخلي شرکت اړوند ده؛ خو داخلي شرکتونو دا راپورونه رد کړل.

د الوتکې د رالویدو لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو د غزني د والي ویاند له ملي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، په دې تړاو څېړنې پيل شوي دي.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د غزني ده یک ولسوالۍ کې امریکايي الوتکه دوی ویشتلې.

طالبانو ویلي چې دا الوتکه د غزني ده یک ولسوالۍ کې استخباراتي ماموریت باندې بوخته وه چې د سي اې ای مهم کسان په‌کې شامل و او ټول یې وژلي دي.

طالبانو ویلي، چې د الوتکې بدنه او د مړو جسدونه د دوی تر کنټرول لاندې سیمه کې دي.

وړاندې له دې داسې راپورونه و چې دغه الوتکه مسافر وړونکې ده چې له هرات څخه کابل ته پر لاره وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist