Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲ زرو لوړ شوی

هرات کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲ زرو لوړ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/09

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په هرات ولایت کې د وړمې ورځې د زلزلې له امله د اوښتو ځاني تلفاتو شمېرې خپرې کړې.  

د یاد وزارت مسوولین وايي، د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د قرباني شویو کسانو شمېر ۱۲ زرو ته رسېدلی، چې په کې څه باندې ۲ زره کسان مړه شوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايی: « د دغې پېښې له امله تر اوسه د لومړنیو شمېرو له مخې چې موږ ته رسېدلي، له بده مرغه په ۱۳ کلیو کې ۲۰۵۳ کسان شهیدان او ۹۲۴۰ کسان ټپيان شوې دي.»

د جانان په خبره لاهم پلټنې دوام لري او په همدې موخه یې سیمې ته د ژغورنې ۱۰ ټيمونه استولي څو ژر تر ودانیو او خاورو لاندې کسان پيدا کړي.

سایق زیاتوي: « د پېښې له رامنځته کېدو راهیسې مو د دغې پېښې د قربانیانو د درملنې په موخه خپلې ټولې هڅې کړي او د ملي او نړیوالو بنسټونو په ګډون له بېلابېلو بنسټونو څخه ۱۰ د لټون او ژغورنې ټيمونه جوړ او سیمې ته لېږدول شوې دي.»

دغه راز سایق وايي تر اوسه یې د یو شمېر ادارو په ګډه همکارۍ سیمې ته خوراکي، روغتیايي او د موقتې سرپناه لپاره امکانات برابر کړي.

هغه له سوداګرو، شتمنو او مرستندویه بنسټونه غوښتي چې په دې دغه برخه کې له حکومت سره همکارۍ او مرستې چټکې کړي، څو د هرات له زلزله ځپلوسره بېړنۍ مرسته تر سره شي.

وزارت وايي، وروستۍ زلزله چې د رېښتر په کچه ۶.۲ درجې وه په زنده جان ولسووالۍ کې يې ۱۳ کلي او دغه راز ۱۰۳۲۰ کورونه په بشپړ ډول تخریب کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist