Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسپانیا کې د افغانستان سفارت له کابل سره د تعامل خبر ورکړی

اسپانیا کې د افغانستان سفارت له کابل سره د تعامل خبر ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/08

په هالنډ کې د افغانستان سفارت له لوري له کابل سره تر تعامل وروسته، په اسپانیا کې د افغانستان سفارت هم له کابل سره د تعامل خبر ورکړی.

 د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه وايي، پر وخت د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او په اسپانیا کې د افغان وګړو ستونزو ته د رسېدنې لپاره له ياد سفارت سره په اړيکه کې دي او زياتوي، چې د کونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه هم له مادريد څخه کابل ته استول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دمګړې په ټول هېواد کې امنیت تامین دی د هېوادونو ډپيلوماټان کولی شي په کابل کې له وېرې پرته خپل ډپيلوماټیک ماموريتونه پيل کړي.

مجاهد زیاتوي: «هو! په افغانستان کې د اسپانیا سفارت خبرتیا خپره کړې چې دوی  د افغانانو لپاره خپل کونسلي فعالیتونه پیل کوي او د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي، دا یو نېک اقدام دی او باید باقي پاتې سفارتونو ته هم وغځېږي. ګڼ هېوادونه دي چې د افغانستان سفارتونه هلته اوس د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه او تعامل کې دي او دا تعامل ان شاءالله مثبت دی او د افغانانو لپاره به خدمات وړاندې کېږي.»

کارپوهان له کابل سره په اسپانیا کې د افغانستان سفارت تعامل د سرپرست حکومت په ګټه بولي، خو غوښتنه کوي، چې د نړيوالو مشروع غوښتنو په منلو له نړيوالې ټولنې سره تعامل ته ځان چمتوو کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي:« د افغانستان ډېری سیاسي نمایندګۍ چې په بهرنیو هېوادونو کې دي، د افغانستان د خلکو ستونزو لمنځه وړلو او کونسلي خدماتو لپاره دې د افغانستان له اوسني حکومت سره اړیکې او تعامل ولرې.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « که طالبان په رښتیا هم غواړي چې نړۍ سره اړیکې جوړې کړي باید اصلاحات راوړي، د نړۍ شرایط ومني او نړیوال اصول باید ومني، د بشر حقونو ته درناوی وکړي او معیاري ستنډرډ حکومت جوړ کړي، په هغه صورت کې کولی شي چې د عذر او زارۍ او تعامل د خوشالۍ پر ځای اصولاً په رسمي ډول د یوه خپلواک هېواد په توګه موږ په رسمیت وپېژندل شو.»

ځينې کارپوهان بيا باوري دي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت واکمنېدا او کنټرول واقعيت دی او زياتوي، نړيوال دې هم ورسره د تعامل په موخه خپلو پالېسيو او غوښتنو کې نرمښت اختيار کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « دغه مثبت ګامونه کولی شي دې ته زمینه برابره کړي چې د افغانستان اوسنی حکومت له هغو هېوادونو سره، چې هلته کونسلي خدمات په عادي ډول دوام لري، د هېواد د ملي ارزښتونو یوه واحد تعریف پر بنسټ خپلې سیاسي اړیکې منسجمې کړي.»     

څو ورځې وړاندې، هالنډ کې د افغانستان سفارت هم له بهرنیو چارو وزارت سره د خپل تعامل د پیل خبر ورکړی وه. خو له دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي وو چې دوی له ۱۶ زیاتو افغان سفارتونو سره اړیکې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist