ناټو اعلان کړی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې به مرسته وکړي.
تیره ورځ د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې خبرې غونډې ته ویلي، چې ناټو د افغان سولې برخه کې مستقیمه ونډه ځکه نه اخلي چې دا د ناټو اصول نه دي، خو په وینا یې دوی به د دې خبرو ملاتړ له سیاسي پلوه کوي.
ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی افغان ځواکونه روزي، سلا مشورې ورکوي او ملاتړ یې کوي چې طالبانو ته ښکاره کړي چې جګړه کې نه شي بریالي کیدای او باید د مذاکراتو میز ته کیني.
سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا او طالبانو اړیکې مهمې دي خو پکار ده چې تر دې وروسته هم هر راز خبرې د افغانستان له حکومت سره په مشورې وشي.