د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل- جلالاباد لویه لاره چې نږدې دوې اوونۍ وړاندې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه، تېره شپه اووه بجې بېرته پرانېستل شوه.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، دغه لویه لاره د یاد وزارت پر هڅو بېرته پرانېستل شوې.
د نوموړي په خبره، دغه لاره د کابل له دروازې درې کېلومټره لرې د غر ښوئیدنې له امله تړل شوې وه، چې د پاک کارۍ چارو په بشپړېدو سره تېره شپه بېرته پرانېستل شوه.
د کابل-جلالاباد لویه لاره د هېواد له مهمو لویو لارو شمېرل کېږي چې د هېواد ختیځو ولایتونو ته د مسافرو تګراتګ سربېره له یادو ولایتونو څخه سوداګریز توکي هم پر همدې لاره کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.