د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې ويلي، ډېری هغه افغانان چې د افغانستان حکومت له ویرې پاکستان ته تللي، هلته ځورول کېږي، نیول کیږي او بېرته افغانستان ته ګرځول کیږي.
یاد سازمان په دې برخه کې پر نړیوالو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دې ستونزې ته یې پام نه دی کړی.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا بیا ویلي، د دوشنبې ورځې تر ماښام پورې هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.
د یادې شورا په وینا، یوازې د تېرې یکشنبې په ورځ پاکستاني پولیسو اسلام اباد او راولپنډۍ کې شاوخوا ۸۰۰ کډوال ونیول، چې نیمایي یې وروسته له هغې خوشې شول چې معلومه شوه د اوسېدو قانوني اسناد لري.